نیویارک : پاکستان په ملګرو ملتونو کې له یمني حوثي وسله‌ والو غوښتي چې د باب‌ المندب په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه ودروي.

 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ،د سپتمبر په ۱۹مه، ویلي دي، چې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې بریدونه کولی شي د سمندري سوداګرۍ پر بهیر، د تېلو پر نړیوالو رسولو او د خوراکي توکو پر بیو منفي اغېز وکړي.

 

نوموړي ویلي چې د سمندري سوداګرۍ د خوندي تګ راتګ ډاډ د نړیوالې سوداګرۍ لپاره مهم دی. پاکستان یو ځل بیا د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سعودي د خاورې پر وړاندې هر ډول ګواښ د منلو وړ نه دی.

 

باب‌ المندب د سره سمندر او عدن خلیج ترمنځ یوه ستراتیژیکه سمندري لار ده، چې د نړۍ د سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري.

 

پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان پوځ : د سعودي د دفاع لپاره به «تر هره حده» ځو
پاکستان وايي له سعودي سره دفاعي تړون عملي دی؛ پاکستاني ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي
پاکستان وايي له سعودي سره دفاعي تړون عملي دی؛ پاکستاني ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي

 

د دې تنګي له لارې هره ورځ ګڼې سوداګریزې او د تېلو لېږدوونکې بېړۍ تېرېږي. د سیمې ناامني او پر بېړیو بریدونه د سمندري ترانسپورټ پر لګښتونو او د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو پر ثبات اغېز کولی شي.

 

د حوثیانو له لوري په سره سمندر او شاوخوا سمندري سیمو کې د بېړیو پر وړاندې بریدونو د سیمې د امنیت او نړیوالې سوداګرۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.