کوټه : د بلوچستان دوو ښځو ،د سپتمبر په ۱۹مه، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې له وسله والو ډلو سره یې پخوا اړیکې لرلې، خو اوس یې له دغو ډلو سره د اړیکو پرېکولو اعلان کړی دی.

 

خدیجې پیر جان، چې د تربت د تمپ سیمې اوسېدونکې بلل شوې، ویلي دي چې په بلوچستان میډیکل کالج کې یې د نرسنګ زده کړې کولې او مېړه یې له یوې وسله والې ډلې سره تړاو درلود. د هغې په وینا، وروسته هغه هم د دې ډلې په فعالیتونو کې شامله شوه.

 

خدیجې په خبري غونډه کې وویل چې له نیول کېدو او د بیارغونې له بهیر وروسته یې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه نظر بدل کړی او اوس له وسله والو فعالیتونو سره خپلې اړیکې ختموي.

 

په همدې خبري غونډه کې د واشک د بسیمې اوسېدونکې صفیې عبدالخالق وویل چې د خپل یو خپلوان له لارې یې له بلوچستان لبریشن ارمي، بي اېل اې، سره اړیکه پیدا شوې وه.

 

صفیې وویل، چې د دې ډلې یو کمانډر ورته نوی موبایل ورکړی و او ،د هغې په وینا، د یو ځانمرګي برید لپاره ورته د موټر چلولو روزنه هم ورکړل شوې وه. هغې وویل چې وروسته امنیتي ځواکونو نیولې وه.

 

خو د صفیې د قضیې په اړه تر دې مخکې بل روایت هم خپور شوی و. د هغې کورنۍ د اګست په وروستیو کې ویلي وو چې ۲۰ کلنه صفیه عبدالخالق د اګست پر ۲۳مه له کوټې نیول شوې او وروسته یې د ځای په اړه معلومات نه لرل. کورنۍ هغه مهال د هغې د جبري لادرکۍ دعوه کړې وه.

 

تر اوسه داسې خپلواکه معلومات نه دي موندل شوي چې د خبري غونډې پر مهال د دواړو ښځو ټولې څرګندونې په جلا توګه تایید کړي، او نه هم د بي اېل اې غبرګون مخې ته راغلی دی. دواړو ښځو وویل چې نور به له وسله والو ډلو سره اړیکې نه ساتي او غواړي عادي ژوند وکړي.