کابل : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو د سفرونو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و.
د وزارت ویاند عبدالمتین قانع ،د سپتمبر په ۱۹مه، ویلي، د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي تېره اوونۍ په جلا جلا سفرونو افغانستان ته تللي وو او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.
قانع ویلي، په دغو لیدنو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر روانو اختلافاتو او تاوتریخوالي خبرې شوې او لورو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، د ایران روان وضعیت او پر سیمه یې احتمالي اغېزې هم د خبرو برخه وه. قانع ویلي، په ایران کي د وضعیت نور خرابېدل افغانستان، قطر، ترکیه او د سیمې نور هېوادونه اغېزمنولی شي. قانع وايي، سیمه ییز امنیت، د وسله والو ډلو پر ضد ګډې هڅې او د نشي توکو د قاچاق مخنیوی هم په دغو لیدنو کې څېړل شوي دي.
ابراهیم کالن په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي وو. هغه له افغانستان وروسته پاکستان ته هم تللی دی.
دا خبرې په داسې وخت کې شوې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د امنیتي اختلافونو له امله ترینګلې دي. پاکستان وايي، تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله والې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي. طالبان دا خبره ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
ترکیې او قطر تر دې وړاندې هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د خبرو د بیا پیلولو لپاره منځګړیتوب کړی دی.


شال نیوز