پېښور کې د سرحد چیمبر اف کامرس ټاکنې په داسې مهال ترسره شوې چې سوداګر له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د اوږدې مودې تړل کېدو له امله د خپلو کاروبارونو په اړه اندېښنې څرګندوي. د دوی په وینا، د تورخم لارې تړل کېدو د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د هېواد د نورو برخو سوداګر، ټرانسپورټران او له سوداګرۍ سره تړلي کاروبارونه هم اغېزمن کړي دي. سوداګر غوښتنه کوي چې له افغانستان سره دې سوداګریزې لارې ژر تر ژره پرانیستل شي.