د کابل ښار د شهید هنګرا څلورلارې په سیمه کې د دوو هوايي پلونو او څلورو رمپونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، پر دې سترې پروژې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او موخه یې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول او د خلکو تګ راتګ اسانه کول دي.