د بر دیر له کارو درې سره تعلق لرونکو کان مزدورانو د مړینې او د هغوی د مړو د فلاینکوچ پر چتونو د راوړلو پر ضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي ملک ګل ابراهیم خان په صوبايي اسمبلۍ کې غږ پورته کړ. هغه د مزدورانو له کورنیو سره د انصاف، د پېښې د پلټنې او په بلوچستان کې د کان مزدورانو د خوندیتوب لپاره د جدي ګامونو غوښتنه وکړه. د کارو درې اوسېدونکو هم د قربانیانو د جنازو پر مهال احتجاج کړی او ویلي یې دي چې د مزدورانو مړي باید په درناوي خپلو کورنیو ته ولېږدول شي او د کانونو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.


جاوید ملنګ