نوښار : نوښار کې د ینګ ډاکټرانو، ټرېني میډیکل افسرانو او هاوس افسرانو د معاشونو د زیاتوالي په غوښتنه احتجاج لسمې ورځې ته غځېدلی دی. د نوښار په قاضي حسین احمد میډیکل کمپلکس کې احتجاج کوونکو ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړي دي.
د ینګ ډاکټرانو د قاضي حسین احمد میډیکل کمپلکس مشر ډاکټر مظهر وايي چې دوي د قانون په چوکاټ کې احتجاج کوي او له حکومت څخه غواړي چې د دوي معاشونه دې ۳۰ سلنه زیات کړي. نوموړی وايي د ټرېني میډیکل افسرانو او هاوس افسرانو سټېپنډ دې هم هر کال د نورو سرکاري کارکوونکو په څېر زیات شي او کلنی انکریمنټ دې ورکړل شي.
د احتجاج کوونکو له ډلې ډاکټر اورنګزیب خان وايي د دوی د معاشونو د زیاتوالي غوښتنه له دې امله ده چې په تېرو څو کلونو کې د ژوند لګښتونه لوړ شوي خو د دوی په معاشونو کې د دوی په وینا مناسب زیاتوالی نه دی راغلی.
ډاکټر نور عبدالله هم غوښتنه کوي چې د هاوس افسرانو او ټرېني میډیکل افسرانو معاشونه دې سمدستي ۳۰ سلنه زیات شي.


ندیم مشواني