د بلوچستان په چمن ښار کې د پوليسو له لوري د ډزو په يوه پېښه کې يو تن وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی، چې له امله يې د د وژل شوي کس کورنۍ او خپلوانو احتجاجونه پېل کړي او د پېښې د رڼو پلټنو غوښتنه کوي.

 

د ځايي سرچينو او د کورنۍ د وينا له مخې، دا پېښه ،د مې په ۳مه، د شپې شاوخوا يوه نيمه بجه د هډې پکټ په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوه کسان پر موټرسايکل روان وو. ويل کېږي چې پوليسو هغوي ته په چيک پوسټ کې د درېدو اشاره وکړه، خو کله چې هغوي ونه درېدل، نو پرې ډزې وشوې.

 

په دې ډزو کې د مستري زوی عبدالباري ووژل شو، او د هغه ملګری سخت ټپي شو، چې وروسته د درملنې لپاره کوټې ته ولېږدول شو.

 

بل لور ته پوليس وايي، چې موټرسايکل سپرو کسانو لومړی پر دوي ډزې کړې وې او هغوي په ځواب کې ډزې وکړې. د پوليسو په وينا، په دې پېښه کې هېڅ پوليس عسکر ته زيان نه دی رسېدلی.

 

خو د عبدالباري کورنۍ د پوليسو دا دعوه ردوي او وايي چې دا يوه جعلي کاروايي ده. د هغوي په وينا، کله چې پر دې کسانو ډزې وشوې، نو پوليسو وروسته د ځان د بچ کولو لپاره دا کيسه جوړه کړه چې ګواکې پر دوي هم بريد شوی و. کورنۍ دا هم وايي چې له وژل شوي او ټپي کس څخه هېڅ ډول وسله يا غيرقانوني شيان نه دي ترلاسه شوي.

 

د پېښې وروسته، د عبدالباري خپلوانو او سيمه ييزو خلکو احتجاج پېل کړ. مظاهره چيانو د تاج روډ پر سر، د زاړه ډي ايچ کيو روغتون مخې ته، تر غرمې پورې پرلت وکړ. وروسته يې د عبدالباري جسد د چمن د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته کېښود او خپل احتجاج ته يې دوام ورکړ.

په احتجاج کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي هم ګډون وکړ او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې وکړه.

 

مظاهره چيانو او د وژل شوي کورنۍ له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې دې سمدستي، شفافې او بې پرې پلټنې وشي، او که څوک پکې ککړ وي، نو پر ضد دې يې قانوني کاروايي وشي، څو هغوي ته انصاف ترلاسه شي.