ټانک : د بر سویلي وزیرستان عدالتي سپرنټنډنټ ،اسفندیار احمد، د سپتمبر په ۱۹مه، سهار د ټانک په ضلعه کې له خپل کوره وسله والو تښتولی دی.

 

د ټانک ضلعي پولیس افسر وايي، پېښه د شپې شاوخوا دوه بجې شوې ده. د پولیسو په وینا، وسله وال پر دوو موټرسایکلونو راغلي وو او اسفندیار احمد یې له کوره له ځان سره بوتلو. پولیس وايي، د هغه د موندلو لپاره پلټنې روانې دي او په بېلابېلو سیمو کې یې ناکې لګولې دي.

 

تر اوسه کومې ډلې د تښتونې ذمه واري نه ده منلې او پولیسو هم د تښتوونکو د پېژندګلوۍ یا د تښتونې د علت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

 

په همدې سیمه کې تر دې مخکې هم عدالتي چارواکي تښتول شوي دي. د ۲۰۲۴م کال په اپرېل کې د سویلي وزیرستان سېشن جج شاکرالله مروت د ټانک او ډېره اسماعیل خان ترمنځ له یوې سیمې وسله والو تښتولی و، خو یوه ورځ وروسته خوشی شو.