کوهاټ : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدی د کوهاټ زاړه پولیس لاینز ته څېرمه په برید کې د ژوبلو شویو پولیسو او نورو کسانو د پوښتنې لپاره کوهاټ ته رسېدلی دی. له اعلا وزیر سره پخوانی وفاقي وزیر شهریار اپریدی او د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم هم ملګري دي.

 

سهیل اپریدی د ژوبلو د روغتیا پوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا پولیس د وسله والو پر ضد په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. هغه وویل، صوبايي حکومت او پولیس به د وسله والو پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

کوهاټ برید : ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو غندنه کړې
کوهاټ برید : ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو غندنه کړې
کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي
کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي

 

اعلا وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کړې چې د کوهاټ په زاړه پولیس لاینز کې ،د سپتمبر په ۱۸مه، د جمعې د لمانځه پر مهال خونړی برید وشو. د برید له امله ګڼ کسان وژل شوي او تر سلو زیات ژوبل شوي دي.