واشنګټن : امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره خپل ګډون رسماً پای ته رسولی او ویلي یې دي چې نور به د دې شورا په فعالیتونو کې برخه نه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې ،د سپتمبر په ۱۷مه، په ماښام وویل، چې واشنګټن له شورا سره خپل غړیتوب او ګډون ختم کړی دی. امریکا پر دې شورا تور لګولی چې ،د دوی په وینا، «د امریکا ضد» دریځونو ته ځای ورکوي.
امریکا تر دې وړاندې د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ کې اعلان کړی و چې د بشري حقونو په شورا کې به ګډون نه کوي او د بیا غړیتوب هڅه به هم نه کوي. اوسنی اعلان د هماغې پرېکړې رسمي دوام بلل کېږي.
دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه شوی دی چې د ملګرو ملتونو د ایران په اړه خپلواک حقیقت موندونکي ماموریت وویل، چې داسې «معقول دلایل» یې موندلي چې ښيي امریکايي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۸مه په ایران کې دوه داسې بریدونه کړي چې جنګي جرمونه بلل کېدی شي.
د ملګرو ملتونو د ماموریت په وینا، یو برید د ایران په میناب ښار کې د شجره طیبه پر لومړني ښوونځي شوی و، چې تر ۱۵۰ ډېر کسان پکې وژل شوي وو. ماموریت وايي، په وژل شویو کې شاوخوا ۱۲۰ ماشومان وو.
دویم برید په لامرد کې پر یوه سپورټي مرکز او شاوخوا سیمه شوی و. د ماموریت په وینا، په دې برید کې هم ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. ماموریت ویلي، د موجودو شواهدو له مخې امریکايي ځواکونو د بریدونو تر مخه په کافي اندازه دا نه وه کره کړې چې په نښه شوي ځایونه پوځي هدفونه دي که نه.
امریکا د ملګرو ملتونو د ماموریت موندنې رد کړې دي. سپینې ماڼۍ د بشري حقونو پر شورا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن د جنګي جرمونو تورونه نه مني.
د ملګرو ملتونو ماموریت په همدې راپور کې د ایران حکومت هم تورن کړی چې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو د حکومت ضد مظاهرو د ځپلو پر مهال یې د وژنو، شکنجې، خپل سرو نیونو او ورکو کسانو په ګډون داسې سرغړونې کړې چې د بشریت ضد جرمونه بلل کېدی شي. ایران ویلي چې ناکرارۍ د بهرنیو مخالفانو له خوا ملاتړ کېدې.


شال نیوز