واشنګټن : واشنګټن پوسټ د شپږو امریکايي چارواکو له قوله وايي، چې د ایران د روانې جګړې پر مهال په منځني ختیځ کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر تر هغه لوړ دی چې پنټاګون په رسمي ډول اعلان کړی دی.

 

د ورځپاڼې د راپور له مخې، پنځو چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۲۲ امریکايي پوځیان مړه شوي، خو شپږم چارواکي دغه شمېر ۲۳ ښودلی دی. په مقابل کې د پنټاګون په عامه معلوماتو کې تر ،د سپتمبر د ۱۸مې،  پورې د ۱۸ امریکايي پوځیانو مړینه ثبت شوې وه.

 

واشنګټن پوسټ وايي، تر اوسه په بشپړ ډول روښانه نه ده چې د دواړو شمېرو ترمنځ د توپیر سبب څه دی او ټولې هغه مړینې چې چارواکو یادې کړې، په مستقیم ډول د ایران له جګړې سره تړاو لري که نه.

 

د راپور له مخې، د جګړې له پېل راهیسې تر ۸۲۰ ډېر امریکايي پوځیان هم ژوبل شوي دي. په دوي کې ځینې کسان د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو پر مهال ټپیان شوي دي.

 

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی او ویلي یې دي چې خپرې شوې شمېرې سمې نه دي. پنټاګون تر اوسه داسې تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي چې د رسمي شمېر او د واشنګټن پوسټ د راپور ترمنځ توپیر په بشپړ ډول روښانه کړي.