کابل : د افغانستان د حزب اسلامي مشر ،ګلبدین حکمتیار، د طالبانو او د سعودي عربستان د «دلتا انټرنیشنل» شرکت ترمنځ د تېلو او ګازو پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي، هغه حکومت چې ،د ده په وینا، «د پردیو په پیسو او وسلو» پر خلکو تپل شوی وي، د ملت د طبیعي زېرمو په اړه د پرېکړې حق نه لري.
حکمتیار دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۱۸مه، په یوه لیکنه کې کړې دي چې پکې یې د هرات د کشک ـ تیرپل د تېلو او ګازو تړون د ۱۹۹۰مو کلونو له ورته پروژو او سیمه ییزو سیالیو سره تړلی بللی دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سپتمبر پر اوومه له سعودي «دلتا انټرنشنل» شرکت سره د کشک ـ تیرپل په سیمه کې د تېلو او ګازو د پلټنې او استخراج تړون لاسلیک کړی و.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو د پانګونې خبره شوې ده. «دلتا» تر دې پراخ پلان هم وړاندې کړی چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې یې احتمالي ارزښت تر ۵۰ میلیاردو ډالرو رسېدی شي، خو دا ټوله اندازه تضمین شوې پانګونه نه ده او راتلونکي پړاوونه یې د زېرمو، اقتصادي ارزونې او نورو شرطونو له نتیجو سره تړلي دي.
حکمتیار ویلي، د افغانستان د طبیعي زېرمو په څېر مهمې ملي شتمنۍ باید د خلکو له سلا او د هغوي د استازو له څار پرته له بهرنیو شرکتونو سره معامله نه شي. هغه دا هم ویلي چې د انرژۍ د لېږد دا ډول لویې پروژې سیمه ییزې سیالۍ راپارولی شي.
حکمتیار په ځانګړي ډول روسیه او ایران یاد کړي او دعوه یې کړې چې دواړه هېوادونه به د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د لېږد له پروژو سره مخالفت وکړي. د روسیې او ایران له خوا د حکمتیار دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی خپور شوی.
حکمتیار ویلي، د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه اوږدمهاله تړونونه باید له داسې حکومت سره وشي چې قانوني بنسټ ولري او د خلکو استازیتوب وکړي. طالبانو تر اوسه د حکمتیار دغو تازه نیوکو ته ځواب نه دی ویلی.


شال نیوز