پولیس وایي چې د دوآبې تاڼې اړوند د سروزۍ په سیمه کې د ،د مې په ۴مه، اسماني برېښنا د لوېدو له امله ۳۰ کلن لایق شاه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی۔
د پولیسو په وینا، نوموړی په نږدې کروندو کې د مالونو په څرولو بوخت و چې ناڅاپه پرې برېښنا ولګېده او ځای پر ځای مړ شو۔
اسماني برېښنا هغه وخت رامنځته کېږي کله چې په ورېځو کې د برقي چارجونو (مثبت او منفي ذرو) ترمنځ ډېر توپیر پیدا شي۔ کله چې دا توپیر زیات شي، نو برېښنا د ځمکې پر لور د قوي برقي څپې په بڼه راښکته کېږي تر څو دا توازن بېرته برابر کړي۔
هغه کسان چې په خلاصو ځایونو کې وي، لکه کروندې، غرونه یا د اوبو غاړې، د دې برېښنا د لګېدو له زیات خطر سره مخ وي۔ ځکه برېښنا تل د لنډې او اسانه لارې په لټه کې وي تر څو ځمکې ته ورسېږي۔
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د ورېځو او تندر پر مهال باید له خلاصو میدانونو، لوړو ونو او د اوسپنې شيانو څخه ځان وساتل شي او خوندي ځای ته پناه یوړل شي۔

شال نیوز