کوټه : د کوټې په قمبراڼي سیمه کې د یو کور دننه د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۱۸مه، د کچي بېګ د الله اباد په سیمه کې شوې ده.

 

د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودېدونکي مواد پر یو موټرسایکل لګېدلي وو چې د کور دننه وچاودېدل. د پولیسو چارواکي خضر حیات ویلي، داسې ښکاري چې وژل شوي کسانو پر موټرسایکل چاودېدونکي مواد لګول چې چاودنه وشوه.

 

پولیس وايي، چاودنې کور ته هم زیان رسولی او د شاوخوا ځینو کورونو د کړکیو ښیښې یې ماتې کړې دي. د وژل شویو کسانو مړي د کوټې سول روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه د هغوي هویت نه دی په ډاګه شوی.

 

د بمونو شنډولو ډلې د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي دي. پولیس وايي، پلټنې روانې دي چې چاودېدونکي مواد د څه لپاره تیارېدل او وژل شوي کسان څوک وو.