نوښار : د نوښار په اکبرپورې خوشمقام سیمه کې د لارې پر سر د شخړې په ترڅ کې یو پولیس اهلکار او د هغه ورور د خپل تره او د هغه د ۲۲ کلن زوې په وژلو تورن شوي دي.

 

د شال نیوز خبریال سید ندیم مشواڼي وايي، ۶۲ کلن غلام مصطفی له خپل زوې شاه فهد سره ،د سپتمبر په ۱۸مه، پر موټرسایکل روغتون ته روان و چې په بازار کې یې لاره ونیول شوه او پرې ډزې وشوې. دواړه په پېښه کې ووژل شول.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې د پولیس اهلکار عامر اقبال او د هغه د ورور سلمان اقبال نومونه اخیستل شوي دي. دواړه له پېښې وروسته له سیمې تللي او پولیس یې لټوي.

 

د وژل شویو کسانو مړي د پوسټ مارټم لپاره په پبو کې میا راشد شهید میموریل روغتون ته وړل شوي دي. پولیسو د غلام مصطفی د مېرمنې سهارا بي بي په درخواست په اکبرپوره تاڼه کې د عامر اقبال او سلمان اقبال پر ضد مقدمه درج کړې ده.

 

پولیس وايي، د پېښې تر شا د لارې پر سر پخوانۍ شخړه وه.