واڼا : د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، د رغزايي تاڼې په حدودو وچه دانه سیمه کې د ځمکې او لارې پر سر د دوو ډلو ترمنځ پخوانۍ شخړه یو ځل بیا سخته شوې وه، خو پولیسو د نښتې مخه نیولې ده.

 

د پولیسو د بیان له مخې، شخړه هغه مهال زیاته شوه چې یوې ډلې د لانجمنې لارې د بیا جوړولو هڅه وکړه او دواړو خواوو مورچې ونیولې.

 

پولیس وايي، د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ،شاه حسن، د برمل د ډي اېس پي ،نادر خان وزیر، په مشرۍ پولیس سیمې ته ولېږل. د رغزايي تاڼې پولیس او ایلیټ فورس هم سیمې ته رسېدلي وو.

 

د پولیسو په وینا، دواړه خواوې له نورې نښتې منع شوې او وضعیت کنټرول شوی دی. پولیس وايي، د همدې ځمکې او لارې پر سر په تېرو شخړو کې مرګ ژوبله هم شوې، خو په دې تازه پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی