سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې د کوز سویلي وزیرستان د اعظم ورسک په سیمه کې نن ،د مې په ۴مه، ماښام، یوه چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ ځايي کسان ټپیان شوي دي.

 

د ځايي سرچینو په وینا، چاودنه د امنیتي پوستې سره نږدې شوې ده چې له امله یې یو پټرول پمپ او د یوې دیني مدرسې ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.

 

بل لور ته امنیتي چارواکو په خپل بیان کې ویلي چې پوځ د وسلوالو یو ځانمرګی برید شنډ کړی او له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر یې له هدف ته رسېدو مخکې له منځه وړی دی. په بیان کې دا هم ویل شوي دي، چې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او اوس په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

 

د چاودنې په زد کې راغلي پټرول پمپ مالک، تاج محمد وزیر، شال نیوز ته ویلي چې په ټپیانو کې د هغه دوه وروڼه او د پمپ دوه کارکوونکي هم شامل دي. بلخوا، د واڼا هېډکوارټر روغتون مسؤل، عدنان داوړ، هم شال نیوز ته د ۱۴ ټپیان پخلی کړی دی ویلي یې دي چې د ټپیانو شمېر نور هم زیاتېدی شي.

 

شال نیوز ته را رسېدلې، د پېښې ویډیوګانې ښيي چې د چاودنې وروسته هم په سیمه کې ډزې روانې وې. تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.