د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازو ترمنځ د سولې خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، خو تر اوسه یې بشپړ جزییات نه دي شریک کړي.

 

دغه خبرې اترې تېره پنجشنبه د چين په ارومچي ښار کې پیل شوې وې. چینايي چارواکي وايي چې خبرې په مثبت فضا کې روانې دي او ورو ورو مخ پر وړاندې ځي.

 

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، کله چې طالبانو په کابل واک ترلاسه کړ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. په ځانګړي ډول د تېرو څو اوونیو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې دي.

 

چین چې له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکي لري، هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې دا ستونزې حل کړي. بیجینګ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني اړیکي نیولي او خپل ځانګړي استازي یې هم په دې برخه کې فعال کړي دي.

 

د سیاسي چارو کارپوه روان فرهادي په جمهوريه چک پراګ کې ميشت ازادي راډيو سره خبرو کې وايي چې دا خبرې د چین په غوښتنه ترسره کېږي. د هغه په وینا، چین د افغانستان په شمالي ختیځ زون او تاجکستان کې مهمې ګټې لري او غواړي چې دا سیمه له تاوتریخوالي پاکه وساتي. هغه زیاته کړه چې چین پر پاکستان فشار راوړلی شي، ځکه چې دواړه هېوادونه نږدې اقتصادي ملګري دي او چین په پاکستان کې، په ځانګړي ډول د ګوادر بندر په ګډون، لویې پانګونې کړې دي.

 

د سرچینو له مخې، د ارومچي د ناستې اصلي هدف د تاوتریخوالي کمول، د سوداګریزو لارو پرانستل او د جګړې مخنیوی دی.

 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل چې دواړه لوري د چین منځګړیتوب ته اهمیت ورکوي او چمتو دي چې بیا هم خبرو ته کېني. هغې وویل چې چین د دواړو هېوادونو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او د خبرو نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د تېر کال د اکتوبر راهیسې روانه ده، چې پکې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي. پاکستان تور لګوي چې افغان طالبان د ټي ټي پي وسله والو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.