کابل : سرچینې وايي، د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو کابل ته سفر د پاکستان په غوښتنه شوی و او د خبرو یوه مهمه موضوع د طالبانو او اسلام‌ اباد ترمنځ خرابې اړیکې وې.

 

د یو طالب چارواکي او طالبانو ته د نږدې یوې سرچینې په وینا، د ترکیې د استخباراتو مشر ،ابراهیم کالین، او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال ،حمد بن خمیس الکبیسي، د سپتمبر په ۱۷مه، په کابل کې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره جلا جلا لیدلي دي.

 

په دغو چارواکو کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق شامل دي.

 

سرچینې وايي، ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی او هلته یې د کندهار له والي ملا شیرین اخوند او هبت‌ الله اخوندزاده ته له نږدې کسانو سره لیدلي دي. تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې کالین خپله له هبت‌ الله اخوندزاده سره لیدلي وي.

 

د طالبانو په رسمي بیانونو کې د ترکیې او قطر له چارواکو سره د امنیت، دفاع، سیمه‌ ییز ثبات او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې یادې شوې دي، خو دا نه دي ویل شوي چې دغه سفر د پاکستان په غوښتنه شوی و.

 

افغانستان : د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کابل ته تللي؛ له طالب چارواکو سره یې لیدنې کړې
افغانستان : د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کابل ته تللي؛ له طالب چارواکو سره یې لیدنې کړې
د ترکیې د استخباراتو مشر له کابل وروسته اسلام‌ اباد ته تللی
د ترکیې د استخباراتو مشر له کابل وروسته اسلام‌ اباد ته تللی

 

د ترکیې رسمي سرچینو ویلي چې کالین په افغانستان کې له طالب چارواکو سره پر امنیتي او استخباراتي همکارۍ او سیمه‌ ییزو حالاتو خبرې کړې دي. کالین له افغانستان وروسته اسلام‌ اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د استخباراتو له مشر عاصم ملک سره لیدلي دي.

 

ترکیې، قطر، پاکستان او طالبانو تر اوسه په رسمي توګه نه دي ویلي چې کابل ته دغه سفر د اسلام‌ اباد په غوښتنه شوی و. د سفر په اړه دا خبره د سرچینو له قوله شوې او شال نیوز یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.