نوښار: د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې د رشوت اخیستو په تور یو پټواری د انټي کرپشن ادارې د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی. د انټي کرپشن ادارې د چارواکو په وینا پټواري نوید خان له یو کس څخه د هغه د مور د جایداد د ملکیت د انتقال په بدل کې د ۱۵ لکو روپیو غوښتنه کړې وه.

 

چارواکي وايي نوموړي د دغې پیسې له جملې څخه ۴۰ زره روپۍ د مخکېنۍ ورکړې په توګه اخیستې وې چې د عملیاتو پر مهال په نښه شوې پیسې هم له هغه ترلاسه شوې دي. د چارواکو په وینا، عملیات د نوښار جوډیشل مجسټرېټ مرتضیٰ علي په موجودګۍ کې ترسره شوي او پټواری د رشوت اخیستو پر مهال نیول شوی دی.

 

د انټي کرپشن ادارې مرستیال مشر همایون خان ویلي، د دې قضیې په اړه له یوه کس څخه له رسمي شکایت وروسته کارروایي شوې ده. د انټي کرپشن ادارې په وینا، پر نیول شوي پټواري مقدمه درج شوې او هغه د انټي کرپشن نوښار تاڼې ته لېږدول شوی دی.

 

چارواکي وايي، نیول شوی پټواری به د جسماني ریمانډ لپاره د انټي کرپشن اړوندې محکمې ته وړاندې شي. د انټي کرپشن ادارې په وینا، د پټواري پر وړاندې د رشوت اخیستو تورونه لګېدلي، خو د قضیې وروستۍ پرېکړه به محکمه کوي.