په شمالي وزیرستان کې د ګیس خرڅوونکو اتحادیې لخوا د ګیس د بندېدو پر ضد د میرام شاه پرېس کلب مخې ته پراخ احتجاجي مظاهره شوې ده، چې پکې د سیمي ګڼ شمېر دوکاندارانو، مزدورانو او عام اوسېدونکو هم ګډون درلودل.
مظاهرچیانو وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي د ګیس رسد بند شوی، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی. د دوي په وینا، نه یوازې کورني اړتیاوې، بلکې واړه کاروبارونه، هوټلونه او نور تجارتي فعالیتونه هم له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې د سیدګۍ په چیک پوسټ کې ولاړ د ګیس سلنډرونو ډکو ګاډو ته دې زر تر زره سیمي ته د داخلېدو اجازه ورکړی شي. دوي وویل چې دغه ګاډي له څو ورځو راهیسي هلته درول شوې دي، چې له امله یې په ټوله ضلع کې د ګیس کمښت نور هم زیات شوی دی.
د مظاهرې پر مهال د اتحادیې مشر دین پاؤ خان، د میرام شاه ښاروال نیک زمان او محمد فاروق خپلو ویناوو کې وویل چې د ګیس بندېدو له امله خلک اړ شوي دي چې د بدیلو لارو ،لکه لرګیو او سکرو، څخه استفاده وکړي، چې دا نه یوازې لګښت زیاتوي بلکې د چاپېریال او روغتیا لپاره هم زیانمن دي.
ویناوالو ټینګار وکړ چې د ګیس خرڅوونکي د حکومت له لوري ټاکل شوي ټول قانوني شرطونه او اصول منلو ته چمتو دي او غواړي د قانون په چوکاټ کې خپل کاروبار پر مخ یوسي. خو د دوي په وینا، د دې بهیر پر مهال د ګیس بشپړه بندول د خلکو او کاروباریانو سره زیاتی دی او باید مخه یې ونیول شي.
مظاهرچیانو خبرداری ورکړ چې که د دوي غوښتنو ته زر پام ونه شي، نو دوي به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي او ممکن ده چې لارې هم وتړي.
په پای کې، احتجاج کوونکو له ضلعي ادارې او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ دې د ګیس ګاډۍ بې له ځنډه خوشې کړي، څو په سیمه کې رامنځته شوی کړکېچ پای ته ورسېږي او د خلکو ستونزې هوارې شي.

صفدر داوړ