واڼا : په کوز سویلي وزیرستان کې د چلغوزو موسم له پیلېدو سره په واڼا کې سوداګر وايي، یو ځايي ټریډ یونین ترې د چلغوزو پر هر کلو ۱۰۰ روپۍ اخلي.

 

ځايي سوداګرو ،د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، د ځنګلاتو سرکاري ټیکس د هر کلو پر سر پنځه روپۍ دی، خو دوی پوښتنه کوي چې نورې ۹۵ روپۍ د څه لپاره او د چا په اجازه اخیستل کېږي. د دوی په وینا، که یوه بوجۍ ۲۰۰ کلو وي، نو پر یوې بوجۍ ۲۰ زره روپۍ اخیستل کېږي.

 

سوداګرو پوښتنه کړې چې د هر کلو پر سر د ۱۰۰ روپیو اخیستلو لپاره کوم سرکاري حکم یا نوټیفیکیشن شته او که نه.

 

وزیرستان کې د چلغوزو فصل؛ د ناامنۍ تر سیوري لاندې د زرګونو کورنیو د روزګار اندېښنه
وزیرستان کې د چلغوزو فصل؛ د ناامنۍ تر سیوري لاندې د زرګونو کورنیو د روزګار اندېښنه
سویلي وزیرستان : د چلغوزو فصل تیار دی، سوداګر وايي د راټولولو اجازه نه لري؛ د کروړونو روپیو د زیان وېره
سویلي وزیرستان : د چلغوزو فصل تیار دی، سوداګر وايي د راټولولو اجازه نه لري؛ د کروړونو روپیو د زیان وېره

 

هغوي د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر مسرت زمان او د واڼې له اسسټنټ کمشنر څخه غوښتي چې دا خبره وڅېړي او خلکو ته ووایي چې پر چلغوزو اصل سرکاري ټیکس څومره دی او د دې پیسو د اخیستلو اجازه چا ته ورکړې ده.

 

چلغوزې د کوز سویلي وزیرستان د غرنیو سیمو مهم پیداوار دی او د موسم پر مهال ګڼ خلک د چلغوزو په راټولولو او کاروبار خپل کور چلوي. تر اوسه ضلعي انتظامیې او اړوندې ټریډ یونین د ۱۰۰ روپیو د اخیستلو په اړه خپل دریځ نه دی ویلی.

 

شال نیوز به د دواړو خواوو دریځ هم خپور کړي.