واڼا : په کوز سویلي وزیرستان کې د ۲۰۲۶م کال د چلغوزو فصل تیار شوی دی، خو د برمل، شکۍ او ځینو نورو سیمو سوداګر او کروندګر وايي، چې د فصل د راټولولو او لېږد اجازه نه لري او که دا حالت دوام وکړي، د کروړونو روپیو زیان به ور واوړي.
د واڼې په بازار کې تازه چلغوزې دا مهال د یو کیلو پر سر له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي. د چلغوزو سوداګرو ،د سپتمبر په ۱۰مه، ویلي دي چې دا فصل د کوز سویلي وزیرستان د خلکو له مهمو عایداتي سرچینو څخه دی او هر کال ورسره د کروړونو روپیو کاروبار تړلی وي.
د سوداګرو په وینا، په برمل، شکۍ او ځینو نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو له لوري د چلغوزو د راټولولو او لېږد اجازه نه ورکول کېږي، چې له امله یې ځايي خلکو په تېرو دوو کلونو کې هم درانه مالي زیانونه لیدلي دي.
هغوي وايي، چې د چلغوزو د راټولولو وخت محدود وي او که فصل پر خپل وخت راټول نه شي، د خرابېدو او ضایع کېدو امکان یې زیاتېږي. د سوداګرو په وینا، له دې کاروبار سره د زرګونو کسانو روزګار تړلی دی او د فصل د راټولولو او لېږد پر وړاندې خنډونه د سیمې پر اقتصاد هم مستقیم اغېز کوي.
ځايي سوداګرو او کاروباري حلقو له چارواکو غوښتنه کړې ده چې کروندګرو ته د چلغوزو د فصل د راټولولو او خوندي لېږد اجازه ورکړي. دوي وايي، چې که دغه ستونزه زر حل نه شي، کروندګرو او سوداګرو ته به د کروړونو روپیو زیان واوړي او د زرګونو کورنیو عاید به هم اغېزمن شي.
د ضلعي انتظامیې، امنیتي ځواکونو او اړوندو وسله والو ډلو دریځ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير