واڼا / مکین : په سویلي وزیرستان کې سږ کال د چلغوزو فصل ښه شوی دی، خو د دې کاروبار سره تړلي کسان وايي، چې له سیمې څخه لویو منډیانو ته د چلغوزو د وړلو پر مهال د پولیسو او کسټم له خوا له ستونزو سره مخ کېږي.

 

د چلغوزو کاروباري صلاح‌ الدین ،د سپتمبر په ۲مه، له شال نیوز سره په مرکه کې ویلي دي، چې دا مهال د سیمې خلک په غرنیو سیمو کې د چلغوزو په راټولولو بوخت دي او د تېر کال په پرتله سږنی فصل ښه دی.

 

هغه وویل، چې چلغوزې د سویلي وزیرستان د زرګونو کورنیو د روزګار یوه مهمه وسیله ده، خو له غرونو څخه د فصل راټولول او بیا یې تر منډیانو رسول سخت او له ګڼو مشکلاتو ډک کار دی.

 

صلاح‌ الدین وايي، چې له وزیرستان څخه چې د چلغوزو بار ګاډي اسلام‌ اباد، راولپنډۍ، لاهور او نورو ښارونو ته روانېږي، په لاره کې یې پولیس او د کسټم اهلکار په بېلابېلو ځایونو دروي.

 

نوموړي وویل:

 

«زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې له غریبو خلکو سره مرسته وکړي. د چلغوزو ګاډي په لاره کې ځای پر ځای درول کېږي او پولیس او کسټم والا یې سخت تنګوي. حکومت دې د دې مسئلې نوټس واخلي.»

 

د هغه په وینا، د بار وړونکو ګاډو بیا بیا درول د سفر وخت زیاتوي، خرڅ پرې ډېرېږي او په پای کې د چلغوزو د کاروبار سره تړلو خلکو ته تاوان رسوي. شمالي او سویلي وزیرستان د پاکستان د چلغوزو د پیداوار لویه برخه برابروي، او یوازې په سویلي وزیرستان کې هر کال په سلګونو مېټریک ټنه چلغوزي پیدا کېږي.

 

وزیرستان کې د چلغوزو فصل؛ د ناامنۍ تر سیوري لاندې د زرګونو کورنیو د روزګار اندېښنه
وزیرستان کې د چلغوزو فصل؛ د ناامنۍ تر سیوري لاندې د زرګونو کورنیو د روزګار اندېښنه

 

پاکستانۍ چلغوزې د ښه معیار او ځانګړي خوند له امله په نړیوالو منډیانو کي ښه نوم لري او چین یې له مهمو اخیستونکو هېوادونو څخه دی.

 

د وزیرستان کاروباریان وايي، چې که حکومت د بار وړلو، منډۍ ته د رسېدو، پیکنګ او ایکسپورټ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او په لارو کې غیرضروري درول ختم کړي، نو د چلغوزو له کاروباره به ځايي خلکو ته ډېره ګټه ورسېږي.