واڼا / مکین / میرام شاه : په شمالي او سویلي وزیرستان کې د چلغوزو د فصل د راټولولو وخت رارسېدلی دی، خو له دې سره د سیمې د زرګونو کورنیو لپاره یوه پخوانۍ اندېښنه بیا تازه شوې ده: ایا سږ کال به دوي وکولی شي خپلو ځنګلونو او غرنیو سیمو ته په خوندي توګه ورشي او خپل فصل راټول کړي؟

 

د وزیرستان د ډېرو کورنیو لپاره چلغوزې یوازې یو موسمي فصل نه دی. د سیمې د خلکو په خبره، د کال د ډېرو لګښتونو، د ماشومانو د زده کړو، کورني مصرف، علاج او نورو اړتیاوو یوه مهمه برخه د همدې فصل له امدن څخه پوره کېږي.

 

د سرکاري معلوماتو له مخې، په شمالي او سویلي وزیرستان کې هر کال د شاوخوا ۱۴ اربه روپیو په ارزښت چلغوزې پیدا کېږي. د دې فصل له راټولولو نیولې تر خرڅلاو، انتقال او تجارت پورې د سیمې زرګونه خلک ورسره تړلي دي.

 

خو د تېرو څو کلونو خراب امنیتي وضعیت، پرله‌ پسې عملیاتو او له افغانستان سره د سرحدي لارو د بندېدو له امله د وزیرستان د خلکو د امدن لارې تر پخوا ډېرې محدودې شوې دي.

 

ځايي خلک وايي، چې پخوا به ګڼې کورنۍ د سرحدي تجارت، مالدارۍ، مزدورۍ او کوچنیو کاروبارونو له لارې خپل کورونه چلول، خو د امنیتي بندیزونو او سرحدي محدودیتونو له زیاتېدو وروسته د دوي لپاره چلغوزې د امدن له مهمو پاتې سرچینو څخه ګرځېدلې دي.

 

همدا وجه ده چې د فصل د راټولولو پر وخت هر ډول بندیز یا ځنډ د سیمې د خلکو لپاره یوازې یوه انتظامي مسئله نه، بلکې د ټول کال د معاش او کورني اقتصاد مسئله بلل کېږي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د چلغوزو د فصل راټولول له نن ،د اګست له ۲۳مې، پېلېږي، خو د امنیتي صورتحال له امله خلک اندېښمن دي چې ښيي ځینو غرنیو او ځنګلي سیمو ته د تګ اجازه ور نه کړل شي.

 

ځايي حلقې وايي، که د امنیتي خطرونو له امله خلکو ته د فصل راټولولو اجازه ور نه کړل شي، تر ټولو زیات زیان به هغو کورنیو ته ورسېږي چې د همدې فصل په امدن تکیه لري.

 

دوي وايي، چې په ځینو سیمو کې د چلغوزو باغونه او ځنګلونه له ابادۍ لرې پراته دي او د فصل راټولولو لپاره خلک اړ دي څو ورځې یا اوونۍ هلته پاتې شي. په داسې حال کې د امنیتي ادارو له خوا د تګ راتګ محدودیت د فصل پر راټولولو مستقیم اغېز کوي.

 

د خلکو غوښتنه دا نه ده چې امنیتي تدابیر ختم کړل شي، بلکې دوي غواړي د امنیتي ادارو او ملکي انتظامیې ترمنځ داسې تګلاره جوړه شي چې له مخې یې خلک په ټاکلې موده او خوندي شرایطو کې خپلو ځنګلونو ته ولاړ شي، فصل راټول او بېرته خپلو کلیو ته ستانه شي.

 

ځايي اوسېدونکي د تېر کال مثال ورکوي او وايي، چې هغه مهال هم د امنیتي حالاتو له امله محدودیتونه موجود وو، خو د چلغوزو د فصل لپاره یوه ځانګړې موده ټاکل شوې وه او خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په دغه ټاکلي وخت کې خپل فصل راټول کړي. دوي غواړي سږ کال هم ورته انتظام وشي.

 

د خلکو په خبره، که د امنیتي ادارو، ضلعي انتظامیې او ځنګلاتو محکمې ترمنځ همغږي وشي، نو د فصل راټولول له امنیتي تدابیرو سره یو ځای ممکن دي. ځايي حلقو له ځنګلاتو محکمې هم غوښتنه کړې ده چې دا مسئله یوازې د فصل یا تجارت په توګه ونه ګوري، بلکې د زرګونو کورنیو د معاش او روزګار په توګه یې له اعلا چارواکو سره پورته کړي.

 

د وزیرستان د خلکو اقتصادي ستونزې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د افغانستان سره د سرحدي لارو بندښت هم پر سیمه ییز تجارت ژور اغېز کړی دی. د شمالي او سویلي وزیرستان ګڼ خلک پخوا د سرحد دواړو غاړو ته له تجارت، انتقال او کوچنیو کاروبارونو سره تړلي وو، خو د لارو د بندېدو او سختو محدودیتونو له امله دغه لارې هم تر ډېره تړل شوې دي.

 

له همدې امله د چلغوزو فصل د هغو لږو موسمي فرصتونو له ډلې دی چې لا هم د سیمې ګڼو کورنیو ته په یو وخت کې د پام وړ امدن برابروي. ځايي خلک وايي، چې د ناامنۍ او عملیاتو ترمنځ یې ژوند له کلونو راهیسې محدود شوی دي، خو دوي نه غواړي چې د امنیتي حالاتو بیه د خپل روزګار په بشپړ له لاسه ورکولو ورکړي.

 

د دوي غوښتنه دا ده چې حکومت دې د امنیت او روزګار ترمنځ داسې حل پیدا کړي چې نه امنیتي خطرونه زیات شي او نه د خلکو د کال مهمه اقتصادي وسیله له منځه ولاړه شي. د وزیرستان د خلکو لپاره د چلغوزو فصل په ظاهره یوه لنډه موسمي دوره ده، خو د ډېرو کورنیو لپاره د همدې څو اوونیو امدن د ټول کال د ژوند حساب جوړوي.

 

له همدې امله د فصل د راټولولو په اړه هره پرېکړه یوازې د ځنګلونو او فصل مسئله نه ده؛ دا د زرګونو کورنیو د چولۍ، بازار، قرضونو او راتلونکي سره تړلې پرېکړه ده.