د خېبر پښتونخوا د خیبر ضلعې د تیراہ درې تر څنګ، د ټولو قبايلي ضلعو په بېلابېلو سیمو کې د اوږدې مودې راهیسي روانې ناامنۍ او ترهګریزو پېښو له امله د تعلیمي نظام بنسټونه سخت زیانمن شوي دي. د سیمه‌ ییزو مشرانو او تعلیمي فعالانو په وینا، په تېرو کلونو کې د ترهګرو په بریدونو او چاودنو کې په بېلابېلو قبایلي سیمو کې سلګونه ښوونځي یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم د کارولو وړ نه دي پاتې شوي.

 

د همدې وضعیت له امله اوس په یادو سیمو کې سلګونه زده کوونکي مجبوره دي چې د خلاص اسمان لاندې او د ونو تر سیوري لاندې زده کړې وکړي. په ډېرو ځایونو کې ونې د ټولګي، چمنونه د ناستې ځای او پرانیستې فضا د ښوونځي بدیل ګرځېدلې دي.

 

د برې باړې د تیراہ درې په ګډون د خیبر ضلعې په قبایلي سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ څخه زیات هلکان او نجونې له تېرو څو کلونو راهیسي په همدې نامساعدو شرایطو کې زده کړې کوي. د دوي لپاره نه مناسب تعلیمي ودانۍ شته، نه فرنیچر، نه د درسي کتابونو منظم سیستم او نه هم د زده کړو نور اساسي وسایل.

 

 

انځور شال نیور / صفدر داوړ

 

سیمه‌ ییز مشران او د ‘خدمت خلق ویلفیئر سوسایټي’ استازي وایي چې د ښوونځیو د ودانیو له ویجاړېدو وروسته د ماشومانو تعلیمي بهیر سخت ځپل شوی او د زده کړو تسلسل له جدي خطر سره مخ شوی دی.

د دوي په وینا، حکومت د دغو زیانمنو ښوونځیو د بیا رغونې لپاره تر اوسه کافي اقدامات نه دي کړي.

 

په همدې حال کې په بره باړه کې د ننګروسه، کنډاو جماعت، سندانه، سپین درند، شیخ ملي او دره وانډي کلي په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د ازموینو له بشپړېدو وروسته د والدینو غونډې ترسره شوې، چې پکې د قامي مشرانو، والدینو، استادانو، زده کوونکو او تعلیمي ادارو استازو پراخ ګډون وکړ.

 

 

انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

په دغو غونډو کې زده کوونکو ملي ترانه، نغمې، ویناوې، نظمونه او طنزي ټوټې وړاندې کړې، په داسې حال کې چې سیمه ‌ییزو شاعرانو د تعلیم په ارزښت باندې شعرونه واورول.

 

مشرانو او د تعلیمي ادارو استازو د استادانو هڅې وستایلې، خو په دې یې ژوره اندېښنه وښوده چې د امنیتي وضعیت او د ښوونځیو د ویجاړېدو له امله زرګونه ماشومان لا هم له اساسي تعلیمي اسانتیاوو بې برخې دي. هغوی وویل چې تعلیم د هر ماشوم بنسټیز حق دی، خو په دې سیمو کې دغه حق په عملي توګه له خطر سره مخ شوی دی.

 

 

انځور شال نیوز / صفدر داوړ

 

 

دوي له حکومت، د خیبر پښتونخوا له وزیراعلی، ایم پي ای، ضلعي انتظامیې، او د امنیتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیا رغونې لپاره دې عاجل او عملي ګامونه پورته کړي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې ماشومانو ته دې مناسبې ودانۍ، فرنیچر، کتابونه او منظم تعلیمي نظام برابر شي.

 

په همدې پروګرام کې د ممتازو زده کوونکو د هڅونې په موخه شیلډونه او ټرافيانې ووېشل شوې، او ځینو تعلیمي فعالانو د منظمې حاضري په بدل کې د نقدو انعامونو د ورکولو اعلان هم وکړ.

 

سیمه‌ییز خلک وایي چې تر هغه چې د ویجاړو شوو ښوونځیو بیا رغونه ونه شي، د تیراہ درې په ګډون د قبایلي سیمو راتلونکی نسل به له جدي تعلیمي بحران سره مخ وي، ځکه چې اوس مهال ونې او خلاص آسمان د دوي یوازینی “ښوونځی” پاتې شوی دی.