اواران : د پاکستان سرکاري راډیو د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې امنیتي ځواکونو ،د سپتمبر په ۱۷مه، د بلوچستان د اواران ضلعې په بدرنګ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کړي او درې وسله وال یې وژلي دي.
چارواکي وايي، چې له وژل شویو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی ښودل شوی او د عملیاتو نور جزیات هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، دا عملیات د «ردالفتنه درې» په نوم د روانو عملیاتو برخه وه. د «ردالفتنه درې» هغه ځانګړې اصطلاح ده چې د پاکستان حکومت یې د بلوچستان د وسله والو ډلو لپاره کاروي.


نعيم اچکزئي