کوټه : د بلوچستان کوټې ښار ته څېرمه کچلاک سیمه کې له یو سپین ږیري سره د یوې کم عمره نجلۍ د مبینې نکاح په اړه د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، نوټس اخیستی دی. د بلوچستان حکومت وایي، اعلا وزیر د پېښې د ټولو اړخونو د څېړلو او د قانون له مخې د ککړو کسانو پر ضد د اقداماتو لارښوونه کړې ده.

 

د چمن مرستیال کمېشنر حبیب بنګلزي ،د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، چې د کم عمره نجلۍ ببو پلار عبدالباري له چمن څخه نیول شوی دی او د هغه د کوټې پولیسو ته د سپارلو او د مقدمې د درجولو لپاره له پولیسو سره اړیکې روانې دي.

 

د نوموړي په وینا، د دې پېښې ځینې اړیکې په کچلاک کې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د وژنې له پېښې سره هم تړاو لري چې له همدې امله د موضوع بېلابېل اړخونه څېړل کېږي. د بلوچستان اعلا وزیر د اطلاعاتو او سیاسي چارو مرستیال شاهد رند ویلي دي، چې د اعلا وزیر په لارښوونه د پېښې بشپړې پلټنې روانې دي او د مرکزي تورن د نیولو لپاره هڅې کېږي.

 

نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې به هېڅوک له قانون څخه پورته ونه ګڼل شي او د تحقیقاتو پر مهال چې هر ډول حقایق مخې ته راشي، د قانون له مخې به پرېکړه کېږي. د بلوچستان حکومت وایي، د کم عمره ماشومانو د حقونو او خوندیتوب لپاره د قوانینو د عملي کولو په برخه کې به اقدامات روان ساتل کېږي.

 

په بلوچستان کې د کم عمره ودونو د مخنیوي قانون هم شته. د بلوچستان اسمبلۍ د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې د بلوچستان چائلډ مېرج پروهبیشن بل منظور کړی و. حکومتي چارواکي وایي، د پېښې تحقیقات لا هم روان دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به د قانون له مخې نور اقدامات هم وشي.