د بنو پولیسو ویلي، د فتح خېلو په سیمه کې د اوبو او صفایۍ د خدماتو ادارې ۵ کسان هغه مهال وتښتول شو، کله چې دوي په سیمه کې د صفایۍ او اوبو رسولو اړوند خپل ورځني خدمات ترسره کول.

 

چارواکي وایي چې د پېښې وروسته د سیمه ‌ییزو مشرانو او امنیتي هڅو په نتیجه کې درې کارکوونکي خوشي کړی شوي دي، خو دوه نور کارکوونکي او ټریکټر لا هم د تښتوونکو په ولکه کې دي.

 

د بنو پولیس زیاتوي چې په سیمه کې یې د لټون او عملیاتو لړۍ پېل کړې ده او هڅه کوي چې پاتې کسان زر تر زره خوندي راخلاص کړي.

 

ځایي سرچیني وایي چې په تېرو څو میاشتو کې د بنو ښار او په ځانګړي ډول فتح خېل سیمه کې د وسلوالو پېښو او امنیتي پېچلتیاوو کې زیاتوالی لیدل شوی، چې له امله یې عام خلک اندېښمن شوي دي.