د سوات د تاجرانو د اتحادیي مشر ،عبدالرحیم، ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۵مې د ویجاړوونکي سېلاب نه پس اته میاشتې تېرې شوې دي، خو زرګونه اغېزمن کسان لا هم د حکومتي مرستو څخه بې برخې دي. نوموړي حکومت له د یوې اوونۍ وخت ورکړ، چې په دې اړه اقدامات وکړي.
هغه دا خبرې ،د مې په ۴مه، په مینګوره کې په سوات پریس کلی کې د خبري غونډې پر مهال وکړې. په دې غونډه کې د مینګورې د بېلابېلو مارکیټونو مشرانو، عمومي منشیانو او ګڼ شمېر سوداګرو او کسبګرو هم ګډون درلود.
عبدالرحیم وویل چې حکومت د جنورۍ په ۶مه یو نوټیفیکیشن جاري کړی و، چې له مخې به هغو کسانو ته مرستې ورکول کېږي چې د سېلاب له امله یې دوکانونو، کورونو، موټرو او نور ملکیتونو ته تاوان رسېدلی و، خو تر اوسه پورې پر دې اعلان عملي کار نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه چې لا هم شاوخوا درې زره کورونه او دوه نیم زره دوکانونه د مرستو په تمه دي او له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه وویل چې یوازې په مینګوره ښار کې سېلابونو خلکو ته اربونه روپۍ زیان اړولی دی، خو د بیا رغونې لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
عبدالرحیم دا هم وویل چې ولسي استازي پر دې مهمه ستونزه چوپ دي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په یوه اوونۍ کې دننه د تاوان ورکولو عملي بهیر پېل نه شي، نو سوداګر به هړتال وکړي او د منتخب استازو د کورونو مخې ته به احتجاج وکړي. هغه زیاته کړه، که حکومت جدي اقدام ونه کړي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي.

سوداګرو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اغېزمنو کسانو لستونه دې په شفاف ډول بشپړ کړي او بې له ځنډه دې مالي مرسته ورکړي، څو د زیانمنو کورنیو ستونزې راکمې شي.

عرفان حسین علي