اسلام اباد : پاکستاني پوځ له یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکو جوړوونکې کمپنۍ سره د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی او د بې پیلوټه الوتکو د نظامونو لومړنی ارډر یې هم ورکړی دی.
امریکايي کمپنۍ «پاور اېس» رویټرز ته ویلي چې له پاکستاني پوځ سره یې د همکارۍ تفاهم لاسلیک کړی او د همدې تفاهم تر څنګ یې له پاکستانه لومړنی ارډر هم ترلاسه کړی دی.
د کمپنۍ شریک بنسټګر ،بریټ ویلیکوویچ، ویلي دي، چې د امنیتي وجوهاتو له امله دا نه شي څرګندولی چې پاکستان کوم ډول بې پیلوټه نظام اخیستی، شمېر یې څومره دی او د ارډر مالي ارزښت څومره دی.
هغه ویلي، «پاور اېس» له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو ترڅنګ په دغه هېواد کې د بې پیلوټه الوتکو د ټکنالوژۍ د جوړولو امکانات هم څېړي. په دې کې د وسایلو د تولید او د ټکنالوژۍ په برخه کې ګډ کار شاملېدی شي.
پاکستاني پوځ هم ،د سپتمبر په ۱۶مه، په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د «پاور اېس» د پلاوي ترمنځ د ملاقات پخلی کړی دی. د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، دواړو خواوو د دفاعي ټکنالوژۍ پر نویو پرمختګونو او د دفاعي وسایلو د اخیستو، تولید، روزنې او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر امکاناتو خبرې کړې دي.
خو پاکستاني پوځ په خپل بیان کې نه دي ویلي چې له امریکايي کمپنۍ څخه یې کوم ډول بې پیلوټه الوتکې یا نور وسایل غوښتي او نه یې د لومړني ارډر د قیمت او سپارلو د وخت په اړه معلومات ورکړي دي.
«پاور اېس» د هوايي بې پیلوټه الوتکو ترڅنګ د سمندري بې پیلوټه نظامونو پر ټکنالوژۍ هم کار کوي. د کمپنۍ په وینا، دغه ټکنالوژي د دفاع، څارنې، سرحدي امنیت او د مهمو تاسیساتو د ساتنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې کارېدلی شي.
رویټرز وايي، دا تړون په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او امریکا ترمنځ دفاعي او اقتصادي اړیکې بیا پراخې شوې دي او اسلام اباد له امریکايي کمپنیو سره د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ د زیاتولو هڅې کوي.
د دې معاملې بله مهمه برخه د «پاور اېس» له یوې امریکايي پانګونې کمپنۍ سره راتلونکی یو ځای کېدل دي. رویټرز وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زامنو، ډونالډ ټرمپ جونیئر او ایرک ټرمپ، له پانګونې سره تړلی مالیاتی فنډ تمه لري چې تر دې معاملې وروسته په نوي شرکت کې ونډه ولري.
د ډونالډ ټرمپ جونیئر ویاند بیا رویټرز ته ویلي چې هغه په دې کاروبار کې یوازې پانګونه لري، د کمپنۍ په ورځنیو چارو یا قراردادونو کې رول نه لري او له پاکستاني پوځ سره د تړون په خبرو کې هم شامل نه و.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د پاکستان لومړنی ارډر د څارنې، استخباراتي معلوماتو راټولولو، بریدونو، بار وړلو او که د بل ډول پوځي استعمال لپاره د بې پیلوټه الوتکو دی. له همدې امله د ارډر د نوعیت په اړه تر رسمي جزیاتو وړاندې کره نتیجه نه شي اخیستل کېدی.


شال نیوز