په پاکستان کې د نوو صوبو یا انتظامي یونټونو د جوړولو بحث یوازې یوه انتظامي موضوع نه ده، بلکې دې په سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د شناخت، تاریخي جغرافیې، سیاسي واک او قدرتي وسایلو په اړه تود بحثونه هم راپارولي دي.
د پښتنو ملتپالو لپاره خیبر پښتونخوا یوازې پر نقشه یو انتظامي یونټ نه دی، بلکې د پښتنو تاریخي او سیاسي ټاټوبی دی. د دوي په نظر، د صوبې وېش د دې خاورې د تاریخي یووالي له ماتېدو سره تړاو لري او دا اندېښنه هم ورسره شته چې په نتیجه کې به د پښتنو ګډ سیاسي قوت او د خپلو قدرتي وسایلو په اړه د هغوي سیاسي واک کمزوری شي.
همدا وجه ده چې د پښتونخوا د وېش بحث د ملتپالو لپاره یوازې دا پوښتنه نه ده چې یوه لویه صوبه په دوو یا زیاتو انتظامي برخو ووېشل شي؛ د دوي لپاره پوښتنه دا هم ده چې د دې بدلون په نتیجه کې به د پښتنو سیاسي وزن، قدرتي وسایل او صوبایي خپلواکي څه ډول اغېزمنېږي.
هزاره ولې د بحث مرکز دی؟
د جلا هزاره صوبې غوښتنه نوې نه ده. په هزاره کې د دې غوښتنې پلویان له کلونو راهیسې استدلال کوي چې جلا صوبه به خلکو ته زیات انتظامي واک، ښه حکومتي خدمات او په خپلو چارو کې د پرېکړې پراخ اختیار ورکړي.
خو هزاره په خپله هم د یوې ژبې او یوې ټولنې سیمه نه ده. هلته هندکو ویونکي، پښتانه، کوهستاني او نورې ټولنې ژوند کوي. له همدې امله د ټول هزاره راتلونکی یوازې د یو ژبني یا قامي شناخت له مخې ټاکل د سیمې د ټولنیز جوړښت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
د پښتنو ملتپالو اندېښنه دا ده چې د هزاره د جلا کېدو بحث باید یوازې د انتظامي اسانتیا تر عنوان لاندې ونه شي، بلکې د سیمې د ټولو خلکو نظر، تاریخي جغرافیه او د قدرتي وسایلو مسئله هم ورسره وڅېړل شي.
خیبر پښتونخوا د اوبو، هایډل برېښنا، معدنیاتو، تېلو، ګېس، ځنګلونو او سیلګرۍ پراخې سرچینې لري. هزاره هم د اوبو، غرونو، ځنګلونو او سیاحتي سیمو له پلوه ځانګړی اهمیت لري او اسلام اباد ته جغرافیایي نږدېوالی یې اهمیت نور هم زیاتوي.
د وسایلو او واک اندېښنه
د پښتنو د ملتپالو په سیاسي بحث کې یوه اساسي اندېښنه دا ده چې که صوبه په کوچنیو برخو ووېشل شي، د دغو قدرتي وسایلو په اړه به د صوبې ګډ سیاسي دریځ کمزوری شي.
دوي پوښتنه کوي چې د نوو صوبو له جوړېدو وروسته به د اوبو، هایډل برېښنا، معدنیاتو، ځنګلونو او نورو وسایلو واک او امدن څنګه وېشل کېږي؟ د دې وسایلو په اړه به وروستۍ پرېکړه څوک کوي؟ او د سیمې خلک به په دغو پرېکړو کې څومره واک لري؟
د سند او پښتونخوا لپاره جلا معیار؟
د دې بحث یوه بله مهمه برخه د خیبر پښتونخوا واکمن ګوند ،پاکستان تحریک انصاف، سیاسي دریځ دی. تحریک انصاف په سند کې د صوبې د وېش له نظریې سره مخالفت څرګند کړی او د خلکو رضایت یې مهم بللی، خو بل لور ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جلا هزاره صوبې قرارداد هم وړاندې او منظور شوی دی.
البته د هزاره صوبې غوښتنه یوازې د تحریک انصاف پروژه نه ده. دا تر دغه ګوند پخوانی تحریک دی او په بېلابېلو وختونو کې نورو سیاسي ډلو هم ملاتړ ترې کړی دی. په خپله تحریک انصاف کې هم پر دې مسئله یو شان دریځ نه لیدل کېږي.
خو د پښتنو ملتپالو لپاره بیا هم یوه مهمه پوښتنه پر خپل ځای پاتې کېږي: که د سند د جغرافیایي یووالي د بدلولو لپاره د هغه ځای د خلکو رضا ضروري ګڼل کېږي، نو د خیبر پښتونخوا د جغرافیې د بدلولو لپاره به کوم معیار کارول کېږي؟
که د یوې صوبې تاریخي او جغرافیایي یووالی د احترام وړ وي، همدا اصول باید د بلې صوبې په اړه هم په مساوي ډول وکارول شي.
بل لور ته د صوبې خپلې ستونزې
د نوې صوبې بحث په داسې وخت کې روان دی چې خیبر پښتونخوا له سختو امنیتي، اقتصادي او انتظامي ستونزو سره مخ ده. په یو شمېر سیمو کې وسله وال بریدونه او ناامني دوام لري. بې روزګاري، ګراني، کمزوري حکومتي خدمات او د حکومتولۍ مسئلې هم د خلکو د ورځني ژوند مهمې ستونزې دي.
د صوبایي حکومت منتقدین پوښتنه کوي چې په داسې حال کې د حکومت لومړیتوب باید څه وي؟
د دوي په نظر، صوبایي حکومت باید خپل سیاسي او انتظامي توان د امنیت، روزګار، تعلیم، روغتیا، اقتصاد او حکومتولۍ پر ستونزو ولګوي. کله چې د صوبې اعلا وزیر او حکومت د تحریک انصاف د مرکزي سیاسي مبارزې، په ځانګړي ډول د عمران خان د خوشي کولو لپاره په نورو صوبو کې سیاسي فعالیتونو او احتجاجونو ته زیات وخت ورکوي، مخالفین یې دا پوښتنه راپورته کوي چې د صوبې خپلې ستونزې ولې په هماغه کچه سیاسي لومړیتوب نه ګرځي؟
د پښتنو رایه یوازې د یو ګوند د مرکزي مشر د سیاسي مبارزې لپاره نه ده. رایه ورکوونکي دا حق هم لري چې له خپل حکومت څخه د امنیت، اقتصاد، حکومتولۍ او د خپلو سیاسي او اقتصادي حقونو په اړه حساب وغواړي.
د اسټېبلېشمنټ د رول پوښتنه
د پاکستان په سیاست کې د پوځ او استخباراتي ادارو د سیاسي رول مسئله اوږد تاریخ لري. د تحریک انصاف مخالفینو او ځینو ملتپالو ګوندونو په تېرو ټاکنو او سیاسي پړاوونو کې هم پر اسټېبلېشمنټ د سیاسي مداخلې تورونه لګولي دي.
خو له دې تاریخي بحث څخه په مستقیم ډول دا نتیجه اخیستل چې تحریک انصاف او پوځ اوس د خیبر پښتونخوا د وېش لپاره په یوه ګډ پلان کار کوي، جلا او قوي شواهد غواړي.
اصلي پوښتنه باید دا وي چې د نوو صوبو بحث له کوم ځایه راولاړېږي، د سرحدونو د بدلولو معیارونه څه دي، د سیمې د خلکو نظر به څنګه معلومېږي او قدرتي وسایل به د کوم قانون او فارمول له مخې وېشل کېږي؟
تر هغو چې دا پوښتنې په شفاف ډول نه وي ځواب شوې، د شکونو او سیاسي اندېښنو لپاره ځای پاتې کېږي. د پښتنو ملتپالو لپاره دا پوښتنه هم مهمه ده چې ایا خیبر پښتونخوا د اوږدې مودې راهیسې د سیاسي او امنیتي تګلارو د تجربو په ډګر بدله شوې، په داسې حال کې چې د ستراتیژیکو پرېکړو او مهمو وسایلو پر سر د مرکز واک لا هم پیاوړی پاتې دی؟
دا یوه داسې پوښتنه ده چې ځواب یې په شعارونو نه، بلکې په سیاسي تاریخ، اساسي قانون، مالي واک او د مرکز او صوبې ترمنځ د قدرت په عملي وېش کې لټول غواړي.
ایا له وېش پرته بله لار شته؟
د نوو صوبو پلویان هم خپل دلایل لري. هغوي وايي، د پاکستان د نفوس له زیاتېدو سره د لویو صوبو اداره سخته شوې او کوچني انتظامي یونټونه حکومت خلکو ته نږدې کولی شي. د هزاره صوبې پلویان هم استدلال کوي چې جلا صوبه به هغوي ته په خپلو چارو کې زیات واک، ښه نمائندګي او انتظامي اسانتیا ورکړي.
خو د دې استدلال په مقابل کې دا پوښتنه شته چې ایا د واک خلکو ته د رسولو یوازینۍ لار د موجودو صوبو وېشل دي؟
سیمه ییز حکومتونه پیاوړي کېدی شي. ضلعو ته زیات مالي او انتظامي واک ورکول کېدی شي. د صوبې دننه واک له مرکزونو څخه ضلعو او تحصیلونو ته انتقالېدی شي او د هرې سیمې خلک د خپلو پرمختیایي او مالي چارو په پرېکړو کې شریکېدی شي. که ستونزه د واک مرکزیت وي، نو حل یې یوازې د نقشې بدلول نه، بلکې د واک وېشل هم کېدی شي.
بحث یوازې د نقشې نه دی
د پښتنو ملتپالو لپاره هم یوازې د خیبر پښتونخوا د وېش مخالفت کافي نه دی. هغوي باید دا هم روښانه کړي چې د پښتنو د سیاسي واک، صوبایي خپلواکۍ، قدرتي وسایلو، سیمه ییز حکومت او پښتون مېشتو سیمو د راتلونکې لپاره یې بدیل پلان څه دی.
د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې، پخوانۍ قبایلي سیمې او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتنو تاریخي او اوسني سیاسي او ټولنیز تړاو په اړه د ملتپالو بېلابېل دریځونه موجود دي. که د پښتنو د جغرافیایي یا سیاسي یووالي کومه پراخه طرحه وړاندې کېږي، نو د اړوندو سیمو د خلکو رضا، د هغوي بېلابېل شناختونه او د پاکستان اساسي قانون باید د بحث اساسي برخه وي.
پښتانه ملتپال په خپلو کې هم پر ګڼو سیاسي مسئلو اختلاف لري او د ګوندي مفاداتو له امله تل په یو دریځ نه راټولېږي. خو د خیبر پښتونخوا د وېش بحث هغوي له یوې لویې پوښتنې سره مخ کوي: ایا دوي د خپلې خاورې، قدرتي وسایلو او سیاسي واک په اړه کوم مشترک او عملي دریځ جوړولی شي؟
په پای کې د خیبر پښتونخوا د راتلونکې بحث باید یوازې پر دې ونه څرخي چې صوبه دې ووېشل شي او که نه. د هزاره د خلکو غوښتنې باید واورېدل شي، د پښتنو ملتپالو اندېښنې باید وڅېړل شي، د سیمې د نورو ټولنو حقونه باید په پام کې ونیول شي او د قدرتي وسایلو، صوبایي خپلواکۍ او د خلکو د رضایت په اړه باید واضح اصول موجود وي.
اصلي پوښتنه دا ده چې د دې خاورې اوبه، معدنیات، هایډل برېښنا، سیلګري او نور قدرتي وسایل به د چا په ګټه استعمالېږي؟ سیاسي او مالي واک به د چا په لاس کې وي؟ او د خپلې خاورې د راتلونکې په پرېکړه کې به د خلکو خپله ونډه څومره وي؟
د پښتنو د ستونزو حل یوازې د نقشې په ټوټه کولو یا نه ټوټه کولو کې نه دی؛ اصلي مسئله دا ده چې خلک په خپله خاوره، خپلو وسایلو او خپل سیاسي راتلونکي کې څومره واک لري.


اسد الله مایار