د ایران وسلوالو ځواکونو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز په تنګي کې دې له هر ډول خپلسري پوځي اقدام څخه ډډه وکړي. دا خبرداری وروسته له هغې مخې ته راغلی چې سپینې ماڼۍ په دې ستراتیژیکه سمندري لاره کې د بندو پاتو شویو کښتیو د خلاصولو لپاره د ځانګړو عملیاتو اعلان وکړ.
ایران وایي د هرمز امنیت د دوي په لاس کې دی
د ایران د وسله والو ځواکونو متحدې قوماندانۍ په یو بیان کې ،چې دولتي رسنیو خپور کړی، په تېنګار سره ویل شوي، چې دوي په وار وار ویلي دي چې د هرمز تنګي امنیت د دوي په لاس کې دی او له دې لارې د کښتیو هر ډول تګ راتګ باید د ایران له وسله والو ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شي.
ایران دا غبرګون د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اعلان په ځواب کې ښودلی چې ویلي یې و، امریکایي ځواکونه به د دوشنبې له ورځې د ازادۍ د عملیاتو تر نامه لاندې هغه سوداګریزي کښتۍ له تنګي وباسي چې د جګړې له امله هلته ایسارې دي.
د امریکا د ازادۍ عملیات او د ټرمپ پلان
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو ورڅخه غوښتنه شوې، ترڅو د هغوي کښتۍ له خطرناکې سیمي وباسي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا په دې عملیاتو کې به پنځلس زره پوځيان، سل جنګي الوتکې او ګڼې بېړۍ برخه اخلي.
ټرمپ ویلي دي چې دا یو بشري اقدام دی ځکه ډېرې کښتۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، خو ایران دا د اوربند څخه سرغړونه بولي. د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي چې هر ډول امریکایي مداخله به د جګړې د بیا پېل په مانا وي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسي ،کله چې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه پیل شوه، د هرمز مهمه لاره په بشپړ ډول ګډوډ شوې ده. نړیواله سمندري اداره وایي چې شاوخوا شل زره ماڼوګان په دې کړکېچ کې بند پاتې دي او د دواړو هېوادونو تازه ګواښونو نړیوال بازارونه د تېلو د نرخونو د لوړېدو له امله اندېښمن کړي دي.

شال نیوز