لکي مروت : د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د تېلو او ډیزلو په یوه اېجنسۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه یو تن مړ شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه ،د سپتمبر په ۱۶مه، د سرای نورنګ تاڼې په حدودو کې د اېف اېم سړک ترڅنګ رامنځته شوې ده.

 

د پېښې له امله د اېجنسۍ ودانۍ او شاوخوا سیمې ته د اوښتو احتمالي مالي زیان په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د اور لګېدو علت هم لا نه دی معلوم شوی.

 

د ژوبلو کسانو د روغتیايي وضعیت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه لا نور معلومات نه دي خپاره شوي.