کابل : د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون جواز لغوه کړی او په کابل کې یې د پوهنتون او په غزني کې د هغه د څانګې فعالیت بند کړی دی.
د وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ،د سپتمبر په ۱۶مه، ویلي دي، چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې ،د ده په وینا، د پوهنتون مشرتابه د وزارت د تګلارې خلاف فعالیتونه کول او د پوهنتون له نوم او مقام څخه یې ناسمه ګټه اخیسته.
هاشمي ویلي، په پوهنتون کې داسې کړنې هم شوې دي چې وزارت یې «اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی» بولي. هغه د دغو کړنو په اړه مشخص جزییات نه دي ورکړي.
د وزارت د ویاند په وینا، له پرېکړې مخکې د پوهنتون له مشرتابه سره څو ځله خبرې شوې او خبرداری هم ورکړل شوی و، خو اختلاف حل نه شو. وزارت وايي، د پوهنتون محصلین به نورو تخصصي پوهنتونونو ته ولېږدول شي، څو خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د خاتم النبیین پوهنتون له خوا تر اوسه د جواز د لغوه کېدو په اړه تفصیلي غبرګون نه دی خپور شوی.


شال نیوز