کابل : طالبانو ته نږدې رسنیو ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو د کابل د خاتم‌ النبیین دیني او تعلیمي مرکز د نیولو پر مهال د وسلو او مهماتو یو زېرمتون موندلی دی. حریت راډیو ،د سپتمبر په ۸مه، د طالبانو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي دي، چې په موندل شویو وسلو کې سپکې او درنې وسلې او مهمات شامل دي.

 

خو د خاتم‌ النبیین مرکز مسوولانو دا خبره رد کړې چې ګنې وسلې په ناقانونه توګه ساتل کېدې. د دوي په وینا، موندل شوې وسلې قانوني وې او د مرکز د امنیتي ساتونکو لپاره ساتل کېدې.

 

افغانستان : دوستم د خاتم‌ النبیین مدرسې د تخلیې غندنه کړې؛ وايي د شیعه ټولنې ترڅنګ ولاړ دی
افغانستان : دوستم د خاتم‌ النبیین مدرسې د تخلیې غندنه کړې؛ وايي د شیعه ټولنې ترڅنګ ولاړ دی
افغانستان : کابل کې طالبانو د خاتم‌ النبیین دیني مرکز تش کړی او یو شمېر شیعه مشران یې نیولي
افغانستان : کابل کې طالبانو د خاتم‌ النبیین دیني مرکز تش کړی او یو شمېر شیعه مشران یې نیولي

 

دا پرمختګ وروسته له هغه شوی دی چې طالبانو د عدلیې وزارت د هغې پرېکړې پر بنسټ د خاتم‌ النبیین مرکز ودانۍ تشې او تر خپل واک لاندې کړې چې د یاد مرکز ځمکه دولتي بولي. د مرکز مسوولان بیا د طالبانو دا دریځ نه مني او وايي، د ځمکې د ملکیت قانوني اسناد لري.