کابل : د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر ،عبدالرشید دوستم، په کابل کې د خاتم النبیین دیني مرکز د تخلیې او په دې تړاو د یو شمېر کسانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي چي دی د شیعه ټولنې ترڅنګ ولاړ دی.
دوستم د سې شنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۸مه، په یو پیغام کې ویلي دي، چې شیعه وګړي یوازې نه دي او هغه به د دوي ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي طالبانو ته ویلي دي، هغه سختۍ چې ،د ده په وینا، پر خلکو روانې دي، یوه ورځ به پای ته ورسېږي او طالبان به د ولس له سخت غبرګون سره مخ شي.
دوستم پر طالبانو تور لګولی چې د هزاره، ازبک، ترکمن او تاجک وګړو پر وړاندې محدودیتونه لګوي او د وهلو ټکولو، سپکاوي او د ځمکو او کورونو د نیولو له لارې پر هغوي فشار راوړي. هغه ویلي، د دغو اقداماتو له امله د خلکو ترمنځ وېره او د ناامنۍ احساس زیاتېږي او د خلکو د غږ د چوپولو هڅې هغوي ناهیلي کوي.
د دوستم په وینا، د تاریخ په اوږدو کې هېڅ حکومت د ظلم او بې عدالتۍ پر بنسټ دوام نه دی کړی او د طالبانو اوسني محدودیتونه به هم یوه ورځ پای ته ورسېږي. نوموړي له طالبانو غوښتي دي چي د خاتم النبیین دیني مرکز پر وړاندې له محدودیتونو لاس واخلي او هغه کسان زر خوشي کړي چي په دې تړاو نیول شوي دي.
دوستم ویلي: «زور او زورواکي د حل لاره نه ده» او زیاته کړې یې ده چي طالبان باید د افغانستان د خلکو حقونو ته غاړه کېږدي. دا څرګندونې وروسته له هغې دي چي طالبانو په کابل کې د خاتم النبیین دیني مرکز تخلیه او ودانۍ یې تر خپل واک لاندي راوسته.
د دې پېښې په تړاو د ایت الله محمد اصف محسني د کورنۍ د غړو او یو شمېر نورو کسانو د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د خاتم النبیین مرکز، د شیعه ټولنې د یو شمېر مشرانو او اړوندو ادارو پر وړاندې وروستیو اقداماتو پراخ سیاسي او ټولنیز غبرګونونه راپارولي دي.
طالبانو تر اوسه د دوستم د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.


شال نیوز