کابل : طالبانو په کابل کې د شیعه ګانو د خاتم النبیین لوي دیني مرکز له زده کوونکو تش کړی او د ودانۍ کنټرول یې اخیستی دی. په ورته وخت کې د دې مرکز پر سر د روانې شخړې په تړاو د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر مشران هم نیول شوي دي.
د دوشنبې، سپتمبر پر ۷مه، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو کسانو د خاتم النبیین مرکز زده کوونکو ته د وتلو امر وکړ او وروسته یې ودانۍ تشه کړه. په خپرو شویو ویډیوګانو کې زده کوونکي له خپلو سامانونو سره له مرکز څخه د وتلو پر مهال لیدل کېږي.
خاتم النبیین د کابل د شیعه ګانو له مهمو دیني او تعلیمي مرکزونو څخه دی. په دې مجموعه کې دیني مدرسه، خاتم النبیین پوهنتون او تمدن ټلوېزیون شامل دي. د دې مرکز او طالبانو ترمنځ د ملکیت او فعالیتونو پر سر لانجه له نږدې دوو کلونو راهیسې روانه ده.
د مرکز مشر محمد جواد محسني ویلي دي، چې طالبانو تر دې مخکې ۲۸ استادان او زده کوونکي نیولي وو او د هغه په وینا لږ تر لږه ۲۴ کسان لا هم په بند کې دي. طالبانو د دغو شمېرو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.
په یو بل پرمختګ کې، سرچینې وايي، چې طالبانو د کابل په کارته سه سیمه کې د هزاره او شیعه مشرانو د اړیکو د دفتر یو شمېر کسان هم نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د دفتر مشر سید صوفي ګردېزي، پخواني وکیلان سید حسن شریف بلخابي او محمد حسین سنګردوست، دوه ساتونکي، درې مراجعین او د دفتر اشپز شامل دي.
دغه مشران د یکشنبې، سپتمبر پر ۶مه، په همدې دفتر کې راټول شوي وو او د خاتم النبیین دیني مرکز پر سر یې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کولې. سرچینې وايي، چې له غونډې وروسته طالبانو دفتر محاصره کړ او یو شمېر ګډونوال یې ونیول.
سرچینو دا هم ویلي دي چې سید صوفي ګردېزي د غونډې پر مهال د کابل د والي له تماس وروسته د طالبانو د عدلیې وزارت ته تللی و او هلته نیول شوی دی.
د دوشنبې پر ورځ د خاتم النبیین د بنسټګر محمد اصف محسني مشر زوې، محمد حسن محسني، هم د مرکز د تشولو پر مهال نیول شوی او ناڅرګند ځای ته وړل شوی دی.
د طالبانو عدلیې وزارت وايي، چې د خاتم النبیین له اړوندو ادارو سره یې اختلاف د ځمکې د ملکیت او له یو پخواني سیاسي ګوند سره د اړیکو پر سر دی، خو د مرکز مشران دا خبرې ردوي او وايي، چې د ودانۍ د ځمکې قانوني اسناد لري.
طالبانو تر اوسه د ټولو نیول شویو کسانو کره شمېر، د هغوي د ساتلو ځای او د وروستیو نیونو په اړه بشپړ رسمي بیان نه دی خپور کړی.


شال نیوز