کوهاټ : ځايي سرچینې وايي، د کوهاټ په قبایلي غرنۍ سیمه جواکي اړه خېل کې د امن لښکر غړو ،د سپتمبر په ۱۶مه، یو کس د مشکوک ځانمرګي بریدګر په توګه نیولی دی. د سرچینو په وینا، نیول شوی کس قادر خان د شاهي خان زوې دی او د دره ادم خېل د بوستي خېل اوسېدونکی دی.

 

قادر خان د امن لښکر غړو ته ویلي چې له تحریک طالبان پاکستان سره و، خو اوس ترې تښتېدلی دی. د هغه دا خبره تر اوسه پولیسو یا بلې خپلواکې سرچینې نه ده تایید کړې.

 

ځايي سرچینې وايي، چې امن لښکر نوموړی د جواکي پولیس تاڼې ته سپارلی دی. تر اوسه پولیسو په رسمي توګه نه دي ویلي چې له نیول شوي کس سره چاودېدونکي مواد یا ځانمرګی واسکټ موندل شوی که نه.