د کندهار د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، روان کال په دې ولایت کې د ځمکني توت (سټراوبري) کښت د تېر په پرتله دوام موندلی او لا هم د بدیل معیشت په توګه د کروندګرو پام ځان ته اړوي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د کندهار په ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې پر شاوخوا اته جریبه ځمکه ځمکني توت کرل شوي دي. چارواکي اټکل کوي چې له هر جریب څخه به تر څلورو ټنو پورې حاصل ترلاسه شي، چې دا د دې کښت اقتصادي ارزښت نور هم لوړوي.

د کرهڼې ریاست زیاتوي، چې ځمکني توت د کوکنارو لپاره یو مناسب بدیل بلل کېږي، ځکه هم ښه بازار لري او هم یې پایله د سیمي د اقلیم سره برابره ثابته شوې ده. د دوي په وینا، د دغه ډول کښتونو پراختیا کولی شي کروندګرو ته حلال عاید برابر کړي او د ناقانونه کښتونو مخه ونیسي.

 

 

د کندهار ځمکني توت (سټرابیري) | انځور شال نیوز / بریال منګل


 

تېر کال هم په کندهار کې پر همدې کچه (اته جریبه) ځمکه ځمکني توت کرل شوي وو، چې ټولیز حاصل یې نږدې ۲۴ مټریک ټنو ته رسېدلی و. دا شمېرې ښيي چې د دې محصول کرنه په تدریجي ډول وده کوي او کروندګر یې د پایلو څخه راضي دي.
 

کارپوهان باور لري، که د بازار موندنې، سړو خونو او ټرانسپورټ اسانتیاوې لا پیاوړې شي، نو ځمکني توت کولی شي د کندهار د کرهڼیز سکتور یو مهم صادراتي محصول وګرځي.