د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، امریکایي ځواکونو هغه ایرانۍ ټرانسپورټي کښتۍ ،چې تېره میاشت یې د ایران پر بندرونو د لګول شوي سمندري بندیز نه سرغړونه کړې وه، بېرته د هغې اصلي مالکینو ته سپارلې او د کښتۍ عمله یې د ستنېدو په موخه پاکستان ته لېږدولې ده.
د سمندري ځواکونو عملیات او د عملې برخلیک
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند، کپیټن ټیم هاکینز، رسنیو ته تایید کړه چې د توسکا په نوم د کښتۍ ۲۲ تنه عمله په رسمي ډول پاکستان ته سپارل شوې ده، ترڅو له هغه ځایه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
له دې وړاندې تېره اونۍ شپږ نور مسافر، چې ویل کېږي د عملې د غړو د کورنۍ غړي وو، یو بل سیمه ییز هېواد ته د ستنېدو لپاره لېږدول شوي وو.
دا کښتۍ، چې د ایران د دولتي کشتۍ رانۍ شرکت پورې اړه لري، د اپریل پر ۱۹مه، د عمان په بحیره کې د چابهار بندر ته نږدې هغه مهال ونیول شوه چې د امریکایي ځواکونو له پرله پسې خبرداریو سره سره یې د لګول شوي بندیز پروا ونه ساتله. امریکایي چارواکي وایي چې د شپږو ساعتونو په جریان کې یې کښتۍ ته څو ځله د ودرېدو امر وکړ، خو عملې یې د امر له منلو انکار وکړ.
د ازادۍ عملیات او په خلیج کې د ټرمپ تازه پلانونه
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خلیج کې د بندو پاتې شویو کښتیو د خلاصولو لپاره د "آپریشن فریډم" یا د ازادۍ د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې، دا مهال د هرمز په تنګي کې شاوخوا سلګونه کښتۍ او ۲۰ زره ماڼوګان د خوراکي توکو او تېلو له سخت کمښت سره مخ دي.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې امریکا به دغو کښتیو ته د خوندي وتلو لاره برابره کړي ترڅو نړیواله سوداګري بېرته عادي حالت ته راشي. د امریکا مرکزي قومانداني وایي چې د دې هدف لپاره یې ۱۵ زره پوځيان، تر ۱۰۰ زیاتې جنګي الوتکې او بې شمېره ډرونونه په دنده ګمارلي دي.
د ایران سخت غبرګون: "دا وسلواله سمندري غلا ده"
د ایران د بهرنیو ځواکونو او حکومت لخوا د امریکا دغه اقدامات په کلکه غندل شوي دي. تهران د کښتۍ نیول یو "غیرقانوني عمل" او "مسلحه قزاقي" بللې ده. د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر، ابراهیم عزیزي، خبرداری ورکړی چې که امریکا د هرمز تنګي په نوي سمندري نظام کې مداخله وکړه، نو دا به د روان اوربند څخه سرغړونه وګڼل شي.
نوموړي په یو بیان کې ویلي، چې د هرمز تنګی او د فارس خلیج د ټرمپ په "خیالي پوسټونو" نه شي کنټرول کېدای. دا کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسي په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو لخوا پر ایران د بمباریو وروسته د هرمز مهمه لاره بنده پاتې شوې ده.

شال نیوز