واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د شکۍ تحصیل د سانګه سیمې اوسېدونکي وايي، چې د سانګه کلي د ټولنیزې پراختیا روغتیايي مرکز له تېرو څلورو کلونو راهیسې په عملي توګه غیرفعال دی او د سیمې شاوخوا ۳۲۰ کورنۍ له لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو بې‌ برخې دي.

 

د سیمې خلکو ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي دي چې د دغه مرکز ودانۍ شاوخوا ۴۳ کاله پخوانۍ ده او اوس د خراب حالت له امله ترمیم ته اړتیا لري. هغوي وايي، په مرکز کې نه اړین درمل شته او نه هم طبي عمله په دوامداره توګه دنده ترسره کوي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د منظمې درملنې پر ځای په میاشت کې یوازې څو ورځې د طبي کېمپ په نوم فعالیت کېږي، خو د میاشتې په نورو ورځو کې ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره نورو سیمو ته ولاړ شي.

 

د سانګه علي خان کوټ اوسېدونکي وايي، چې د ناڅاپي ناروغۍ، ټپي کېدو یا بلې بیړنۍ پېښې پر مهال په سیمه کې د فوري طبي مرستې اسانتیا نشته او ناروغان ډېر ځله ډېره اسماعیل خان ته وړل کېږي. د هغوي په وینا، اوږده لار د سخت ناروغ یا ټپي کس حالت لا خرابولی شي.

 

ځايي خلکو ویلي، د روغتیا څانګې چارواکو ته یې څو ځله د مرکز د فعالولو، د درملو د برابرولو او د دایمي طبي عملې د ټاکلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده حل شوې.

 

د سیمې اوسېدونکو د خیبر پښتونخوا له حکومت، د روغتیا له محکمې او ضلعي انتظامیې غوښتي دي چې د سانګه روغتیايي مرکز وڅېړي، ودانۍ یې ورغوي، اړین درمل ورته برابر کړي او دایمي طبي عمله پکې وټاکي.

 

هغوي ویلي، که د مرکز د بیا فعالولو لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، د خپلو غوښتنو لپاره به احتجاج وکړي.