پښین / قلعه عبدالله : د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، د سپتمبر په ۱۴مه، ویلي چې د پښین او قلعه عبدالله په بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي او څلور سي ټي ډي اهلکار ژوبل شوي دي.

 

د سي ټي ډي د ویاند په وینا، عملیات د پښین د سرانان شاوخوا په کلي سلطان، ازهرام، دینار او ګیلو او ځینو نورو پېژندل شویو ځایونو کې شوي دي. د ډزو نښته شاوخوا یو ساعت روانه وه او د وژل شویو کسانو مړي او ژوبل اهلکار د کوټې سول روغتون ته وړل شوي دي.

 

د عملیاتو په اړه په تازه راپورونو کې د پنځو نورو کسانو د نیول کېدو خبره هم شوې ده. اېکسپرېس ټریبیون وايي پنځه کسان نیول شوي، خو ډان لیکي چې د دې پنځو کسانو د نیولو راپور تر خپرېدو پورې چارواکو په رسمي ډول نه و تایید کړی. له همدې امله شال نیوز دا شمېر د وروستي رسمي تایید تر راتلو پورې د راپور په توګه یادوي.

 

سي ټي ډي وايي، له عملیاتو وروسته وسلې او نور مواد ترلاسه شوي او د نیول شویو کسانو د اړیکو، مرستندویانو او احتمالي پلانونو په اړه پلټنې روانې دي. د ادارې په وینا، عملیات د ژوب رېنج ډي ایي جي، د سي ټي ډي د مشر او د پښین د پولیسو د مشر په ګډه مشري شوي دي.

 

سي ټي ډي وژل شوي کسان د یوې منع شوې وسله والې ډلې غړي بولي او وايي چې هغوي د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو پر ضد په بریدونو کې لاس درلود. د وژل شویو کسانو هویت او د سي ټي ډي دا دعوه تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې.