تخت بایي : پولیس وايي، د مردان د تخت بايي په سري بهلول سیمه کې د سپتمبر د ۱۴مې او ۱۵مې ترمنځ شپه شاوخوا ۱۱:۵۵ بجې یو وسله وال د پولیسو پر چوکۍ لاسي بم غورځولی دی.

 

د پولیسو په وینا، پر چوکۍ موجودو پولیسو ځوابي ډزې کړې چې بریدګر پکې وژل شوی دی. پولیس وايي، د ډزو پر مهال د بریدګر په لاس کې دویم لاسي بم هم چاودېدلی دی.

 

په پېښه کې درې پولیس لږ ژوبل شوي دي. پولیس وايي، له برید وروسته یې په سیمه کې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د بریدګر د هویت او د برید د مسوولیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.