د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په زیرکي سیمه کي د سهار له وخته نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي. په سلګونو امنیتي سرتېري سیمې ته ورغلي او کور په کور پلټنې کوي. ځايي خلک وايي، چورلکې هم ګرځي او د درنو او سپکو وسلو د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي. ځايي خلکو شال نیوز ته ویلي، یو شمېر ټپیان طبي مرستې ته اړتیا لري، خو د لارو د بندېدو له امله روغتونونو ته نه شي رسول کېدای. د میرعلي ـ میرانشاه لویه لار او د رزمک او عیشه پر لور لارې هم تړل شوې دي. د میرعلي او میرانشاه ځینو قومي مشرانو د دوو یا دریو ساعتونو لپاره د ډزو د درولو غوښتنه کړې، څو ټپیان روغتونونو ته ورسول شي او ماشومان او اړمنې کورنۍ له سیمې ووځي. تر اوسه پوځ د عملیاتو د هدف او مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.