پاکستان او افغانستان ترمنځ د بارډرونو د اوږدمهاله بندښت له امله د پېښور د شوبې بازار د موټرو پرزو سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. سوداګر وايي د افغان سوداګرو په تګ راتګ کې کموالي د دوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی. دوی له حکومته غواړي چې سوداګریزې لارې ژر پرانیزي او د کاروبارونو د بیا فعالېدو لپاره عملي اقدامات وکړي. راپور بي ارشد