صنعا : د سعودي عرب او د یمن د انصارالله ترمنځ بریدونه سخت شوي دي. انصارالله پر سعودي د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي او سعودي الوتکو د یمن په بېلابېلو سیمو کې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

 

د انصارالله پوځي ویاند یحیی سریع ،د سپتمبر په ۱۴مه، ویلي دي چې د دوي ځواکونو د سعودي په سویل کې د خمیس مشیط پر ملک خالد هوايي اډه په لسګونو بالستیک توغندي او ډرونونه ویشتي دي.

 

د هغه په وینا، په هوايي اډه کې د الوتکو ځایونه، رادارونه، د الوتکو د پورته کېدو او کښته کېدو لارې، د وسلو زېرمتونونه او نور پوځي ځایونه په نښه شوي دي. انصارالله د درنو زیانونو خبره کړې، خو سعودي د ملک خالد هوايي اډې ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

 

سعودي ایتلاف وايي، چې انصارالله د خمیس مشیط ترڅنګ پر ابها او طایف هم بالستیک توغندي او ډرونونه ویشتي دي. د ایتلاف په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي، اوو کورونو او دوو ګاډو ته زیان رسېدلی دی.

 

د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د بریدونو په ځواب کې به د سعودي د خلکو او سیمو د ساتنې لپاره لازم پوځي ګامونه پورته کړي.

 

بل لور ته د انصارالله پوځي ویاند وايي، سعودي جنګي الوتکو په یمن کې بمبارۍ زیاتې کړې دي. یحیی سریع ویلي دي چې د سعودي اېف ـ ۱۵ او ټایفون الوتکو په ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر تعز، لحج، الجوف، مأرب او حدیده ۵۴ هوايي بریدونه کړي دي.

 

انصارالله تر دې یوه ورځ مخکې هم ویلي وو چې سعودي په ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ بریدونه کړي وو. د سعودي له خوا د دغو شمېرو بشپړ تفصیل نه دی خپور شوی او د انصارالله له خوا ورکړل شوې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

د انصارالله د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد هم ویلي، که سعودي بریدونه زیات کړي، دوي به هم پر سعودي خپل بریدونه زیات کړي.

 

حزام الاسد ویلي، امریکا او اسراییلو په یمن کې د انصارالله پر ضد د سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نه ده منلې او ریاض اوس بریتانیا ته مخه کړې ده. د هغه دا خبره چې سعودي له بریتانیا څخه د پوځي مداخلې غوښتنه کړې، تر اوسه د سعودي یا بریتانیا له خوا نه ده تایید شوې.

 

بریتانیا د سپتمبر پر ۱۰مه د انصارالله بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د سعودي عرب او د یمن د حکومت ترڅنګ ولاړه ده. لندن ویلي، پر سعودي او په یمن کې روانې جګړې د سیمې امنیت او په سره سمندر او باب‌ المندب کې د بېړیو تګ راتګ له خطر سره مخ کوي.

 

د سعودي او انصارالله ترمنځ جګړه وروسته له هغه نوره هم سخته شوه چې د انصارالله ځواکونو د یمن د سره سمندر پر ساحل پرمختګ وکړ او الموخا او د باب‌ المندب شاوخوا ځینې مهمې سیمې یې ونیولې.

 

د یمن حکومتي ځواکونو د سعودي په ملاتړ د انصارالله د پرمختګ د درولو لپاره په تعز او د موخا شاوخوا سیمو کې ځوابي عملیات کړي دي. په همدې وخت کې سعودي هوايي بریدونه هم د انصارالله د ځواکونو پر سیمو متمرکز شوي دي.

 

رویټرز د سپتمبر پر ۱۴مه راپور ورکړی چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په جده کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر اډمیرل براډ کوپر سره د سیمې پر تازه وضعیت خبرې کړې دي. د راپور له مخې، امریکا پر انصارالله د مستقیمو بریدونو لپاره د سعودي غوښتنه نه ده منلې، خو له ریاض سره د استخباراتي معلوماتو او د هدفونو د پېژندلو په برخه کې د مرستې ژمنه یې کړې ده.

 

د انصارالله پر سعودي تازه بریدونه او په یمن کې د سعودي هوايي بریدونه د دواړو خواوو ترمنځ په وروستیو کلونو کې د جګړې له تر ټولو سختو پړاوونو څخه بلل کېږي.