اسلام‌ اباد : د پاکستان حکومت د پټرولو او هايي سپیډ ډیزلو بیې یو ځل بیا لوړې کړې دي. د پټرولیم ډویژن د نوې اعلامیې له مخې، پټرول په یو لیټر ۴ روپۍ ۴۲ پېسې ګران شوی او نوی نرخ یې ۳۸۰ روپۍ ۲۴ پېسې ټاکل شوی دی.

 

هایي سپیډ ډیزل هم په یو لیټر ۶ روپۍ ۱۰ پېسې ګران شوی او نوی نرخ یې ۴۰۹ روپۍ ۴۲ پېسې ټاکل شوی دی. نوي نرخونه د سپتمبر له ۱۵مې، د شپې له ۱۲ بجو نافذ شوي دي.

 

تر دې مخکې یو لیټر پټرول په ۳۷۵ روپۍ ۸۲ پېسې او هایي سپیډ ډیزل په ۴۰۳ روپۍ ۳۲ پېسې پلورل کېدل. دا په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو شپږم پرله‌ پسې زیاتوالی دی.

 

د اوګرا د معلوماتو له مخې، د پټرولو په یو لیټر کې حکومت ۸۰ روپۍ پټرولیم لېوي او پنځه روپۍ کلایمېټ سپورټ لېوي اخلي، په داسې حال کې چې سیلز ټېکس صفر دی.

 

اوګرا وايي، د تېلو نرخونه د نړیوال بازار د بیو د اوو کاري ورځو د اوسط پر بنسټ حسابېږي. په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او په نړیوال بازار کې د خامو تېلو د بیو لوړېدو د پاکستان پر کورنیو نرخونو هم فشار زیات کړی دی.