د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پرله پسې او سختو بارانونو له امله د خلکو ژوند اغېزمن شوی او ګڼې بیړنۍ پېښې رامنځته شوې دي. په پېښور کې د اوبو د جمع کېدو له امله ریسکیو ۱۱۲۲ د اوبو ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي.
د چارواکو په وینا، دا عملیات د ضلعې ایمرجنسي افسر افتخار خان تر څارنې لاندې ترسره کېږي. د ډي واټرنګ (اوبو ایستلو) ځانګړې ډلې صفیه هوم، ورسک روډ، شاهین هاوسنګ سوسایټي، بدھني پل، سردار کالوني، بورډ بازار، باړه پل او عمر ګل روډ سیمو ته لېږل شوې دي.
ریسکیو ټیمونو په دغو سیمو کې د پرمختللو ماشینونو په مرسته ولاړې اوبه زر وایستلې، چې له امله یې د خلکو ستونزې تر ډېره حده کمې شوې. د ریسکیو ویاند ویلي، چې د سردار ګړۍ په سیمه کې اوبه کورونو ته ننوتې وې او خلک له جدي خطر سره مخ وو، خو ټیمونو په چټکو عملیاتو کې له ۱۲۰ څخه زیات کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې انتقال کړي دي.
بلخوا، د خيبر ضلعې لنډي کوتل په سیمه کې د سېلابي اوبو یوه بله زړه بوږنوونکي پېښه هم رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، د پاک افغان لویه لار پر سر تېزو سېلابي اوبو یو آلټو موټر وړی، چې پکې سپاره درې کسان لادرکه شوي وو.
ځايي خلکو او ژغورونکو سمدستي عملیات پیل کړي، چې تر اوسه پورې د دوو کسانو مړي موندل شوي او د درېیم کس د لټون هڅې روانې دي. ویل کېږي، چې دا کسان د نېکي خېل او ذخه خېل سیمو اوسېدونکي وو.
په همدې حال کې، د آفتونو مدیریت اداره (پی ډي ایم اے) د اپرېل تر ۴مې پورې د بارانونو له امله د اوښتو زیانونو راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، د مارچ له ۲۵مې راهیسې تر اوسه پورې په صوبه کې ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي، چې پکې زیاتره ماشومان شامل دي.
راپور زیاتوي، چې د بارانونو له امله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي، چې پکې ۱۱۵ کورونه جزوي او ۲۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. دغه پېښې د صوبې په بېلابېلو ضلعو لکه بنو، کوهاټ، نوښار، باجوړ، کرم، شانګله، بونیر، دیر او شمالي وزیرستان کې ثبت شوې دي.
د موسمي حالاتو له مخې، د پاکستان موسمیاتو ادارې ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې به هم په ګڼو سیمو کې د باران، تندر او ځینو ځایونو کې د ږلۍ امکان وي.
چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې د خراب موسم پر مهال له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي، د سیلابي خوړونو او خطرناکو سیمو څخه لرې پاتې شي او د حکومتي ادارو لارښوونې په جدي توګه تعقیب کړي.

شال نیوز